تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یونیسف: افغانستان کې ۴ میلیون ماشومان مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق له نړیوالې ټولنې د څلور میلیون افغان ماشومانو ته د ۵۰ میلیون ډالرو مرستې مرسته غوښتې ده. یونیسف وايي، په دې ماشومانو کې شاوخوا ۵۰۰ زره یې بېړنیو مرستو ته اړ دي.
د یکشنبې په ورځ (سلواغه ۱۴مه) د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې یونیسف یوه غونډه کې وویل، تر ډېره د افغانستان په لوېدیځ کې دغه ماشومان د جګړې د دوام، ناامنیو او وچکالۍ له کبله له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
په پام کې ده چې له نړیوالې ټولنې له غوښتل شویو پیسو به شاوخوا ۲۶ میلیون ډالر د ماشومانو پر خوارځواکۍ، اوه میلیون د څښاک پر پاکو اوبو چمتو کولو، اوه میلیونه پر روزنې، پنځه میلیونه د ماشومانو پر ساتنې او دوه نیم میلیونه ډالر د هغوی پر روغتیايي خدمتونو ولګول شي.
کابل کې د یونیسف ویاند فریدون ارین بي بي سي ته وویل، دا مرستې به تر ډېره په لوېدیځو هرات، غور او بادغیس ولایتونو کې پر ماشومانو ولګولې شي.
د یونیسف د شمېرو له مخې، په یادو ولایتونو کې زرګونه کورنۍ د وچکالۍ او ناامنیو له کبله بې ځایه شوې دي.
یونیسف وايي، تېر کال یې د یومیلیون افغان ماشومانو لپاره د څښاک پاکې اوبه چمتو کړې ده، ۱۳ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شوي او ښوونځي ته د یو میلیون ماشومانو لپاره د تللو زمینه برابره شوې ده.
له دې ټولو هڅو سره - سره، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق پر دې اند دی چې لاهم په افغانستان کې ماشومان له ناوړه وضعیت سره مخامخ دي او جدي مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان رسمي دولتي شمېرې ښيي چې په دې هېواد کې د کورنیو د ناوړه اقتصادي وضعیت او بې وزلۍ له کبله تر دوو میلیونو ډېر ماشومان پر کارونو بوخت دي.