تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قطر کې د طالبانو او امریکایانو د خبرو څلورمه ورځ
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
د پنجشنبې پر ورځ په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر استازو او یوه جګپوړي امریکایي پلاوي د څلورمې ورځې لپاره په افغانستان کې جګړې ختمېدو او سولې په اړه خبرې وکړې. تر دې دمه څرګنده نه ده چې په دې غونډه کې دواړه خواوې کومې پایلې ته رسېدلې دي او که نه.
ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې دواړه خواوې پر ځینو مهمو موضوعاتو هوکړې ته رسېدلې دي، خو تر دې دمه وسله والو طالبانو او یا هم امریکایي چارواکو د کومې هوکړې پخلی نه دی کړی.
قطر کې د طالبانو ځينې سرچينې که څه هم د خبرو د څرنګوالي په تړاو ډېر جزيات نه ورکوي، خو له دغه بهير ډېر خوښ برېښي او وايي دا ناسته د پخوانيو هغو پرتله ډېره بدله ده.
دا لومړى ځل دى چې د امريکا او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې ځلورمې ورځې ته غځېږي.
د طالب استازو او امريکايي چارواکو ترمنځ د خبرو دا پړاو له دوه ځل ځنډېدو وروسته تېره دوشنبه پيل شو چې ويل کېږي د زلمي خلیلزاد په ګډون یوولس امریکايي او اته طالب استازي پکې ګډون لري.
طالبانو تېرو غونډو کې له تور نوملړه د خپلو مشرانو د ایستلو، د بندیانو خوشي کولو، قطر کې د دفتر بیا پرانیستلو او رسمیت پېژندو خبره کړې وه.
بل لور ته د افغانستان د سولې عالي شورا په دې هېواد کې د سولې د روانو هلو ځلو په تړاو د مختلفو هېوادونو او شخصیتونو د هڅو ستاینه کړې ده.
دا اداره رسنیو ته استولي پیغام کې د زلمي خلیلزاد ځانګړې یادونه کوي او وايي، چې د طالبانو او حکومت ترمنځ هم د سولې خبرو پیلولو کې د پرمختګ لپاره د نوموړي رول مهم بولي.