امریکا پر طالب مشرانو او د 'سپاه قدس' افسرانو بندیزونه لګولي

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا او د عرب ټلوالې هېوادونو د ایران د 'سپاه پاسداران قدس' ځواک د دوو افسرانو په ګډون پر ۹ کسانو د افغانستان له طالبانو سره د تړاو په تور بندیزونه لګولي. دا بندیزونه سعودي ته د امریکا د خزانې د وزیر له سفر سره هم مهاله لګول شوي.
د امریکا د خزانې وزارت د سه شنبې پر ورځ (اکتوبر ۲۳مه) وویل، پر ابراهیم اوحدي (جلال واحدي) او اسمعیل رضوي بندیزونه لګول شوي.
په دې تړاو پر اوو نورو کسانو، چې افغانان او پاکستانیان هم پکې شامل دي، بندیزونه لګول شوي: (عبدالله صمد فاروقي، صدر ابراهیم چې په خبرپاڼه کې د طالبانو مشر بلل شوی او د طالبانو د ځانمرګو بریدونو څارنه کوي.)
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د قدس ځواکونو دوه افسران په 'بیرجند' کې مېشت وو او د طالبانو پوځي، لوجستیکي، مالي او معلوماتي ملاتړ کې یې برخه لرله.
بله خوا د وسله والو طالبانو یوه ویاند رسنیو ته استول شوې یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دوی هېڅ یو مشر له امریکا سره کومه اقتصادي معامله نه لري، نو ځکه دا بندیزونه هم نمایشي دي او هېڅ اغېز به ونلري.
د بندیزونو د دغه خبر له خپرېدا سره هم مهاله د امریکا د خزانې وزیر سټیون منوشین 'د ترهګرۍ له ملاتړو سره د مبارزې د مرکز' غړو هېوادونو ناسته کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته سفر کړی.
دا بنسټ د امریکا، سعودي عربستان، بحرین، عربي متحده اماراتو، کویت، عمان او قطر له خوا جوړ شوی.
د امریکا د خزانې وزارت د خبرپاڼې پربنسټ، جلال واحدي تېر زیږدیز کال هرات کې د طالبانو له یوه قومندان عبدالله صمد فاروقي سره کتلي او د مالي او پوځي مرستې ژمنه یې ورسره کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: "دا هوکړه د ایران بیرجند کې شوې ده، چې پربنسټ یې د سپاه پاسداران قدس ځواکونه د ښاغلي صمد تر امر لاندې د جنګیالیو پوځي او مالي ملاتړ کوي او په مقابل کې به یې د صمد جنګیالي هرات کې د افغان حکومت پر ځینو بنسټونو بریدونه کوي."
پر سرحدي سیمو بریدونو ته هڅول
اسمعیل رضوي هم د افغانستان لوېدیځ فراه ولایت په ګډون په ځینو ولایتونو کې د طالب جنګیالیو په ملاتړ تورن دی او له هغوی سره یې اړیکې نیولې دي.
په خبرپاڼه کې د هغه په اړه راغلي: "رضوي په ۲۰۱۷ کال د افغانستان فراه ولایت ته سفر کړی او ددغه هېواد پر سرحدي سیمو کې یې طالبان بریدونو ته هڅولي دي."
ایراني چارواکو تل د طالبانو ملاتړ رد کړی چې په وینا یې له دغې ډلې سره مازې محدوده اړیکه لري چې هدف یې د افغانستان پر وضعیت ځان خبرول دي.
ایران پر امریکا او امریکا پلوې ټلوالې تور لګوي چې په سیمه کې د ترهګرو ملاتړ کوي.
د امریکا د خزانې وزارت خبرپاڼه زیاتوي: "د ایران له خوا د طالبانو روزنه، مالي او پوځي ملاتړ په سیمه کې د تهران د لاسوهنې او د ترهګرۍ د ملاتړ یوه بله ښکاره بېلګه ده."

د عکس سرچینه، .
په ورته وخت کې، د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس (واس) ویلي، سعودي او بحرین، د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني په شمول د ایران پر پاسداران ځواک بندیزونه لګولي.
دې دواړو هېوادونو د سپاه پاسداران پر دوو نورو چارواکو حامد عبداللهي او عبدالرضا شهلایي هم بندیزونه لګولي.
دغو دواړو کسانو په ۱۳۹۰ کال په امریکا کې د سعودي عربستان د سفیر عادل الجبیر د وژلو پلان جوړ کړی و چې له کبله یې پر دواړو د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا بندیزونه ولګول شول.
هغه مهال ښاغلی شهلايي تورن و چې ګني د عادل الجبیر د وژلو دسیسه یې جوړه کړې او عبداللهي یې ددغې دسیسې د څارنې او عملي کولو مسؤول بلل شوی و.
دا هم د لوستلو دي:








