تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لغمان کې چاودنه: ۴ کسان وژل شوي ۱۳ ټپیان دي
چاودنه نن جمعه د غبرګولي ۱۸ د لغمان ولایت مرکز مهترلام کې د سلطان غازي بابا ښارګوتي اړوند د یونس چوک نومې سیمه کې شوې.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک بي بي سي ته وویل چې چاودېدونکي توکي موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي ول.
چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې خلک د جمعې له لمانځه راوتلي او د کورونو په لور روان وو.
د نوموړي په وینا چاودنه کې د ځایي دیني عالم مولوي محمد یونس شمه خېل په ګډون څلور کسان وژل شوي او دیارلس نور ټپیان دي.
وژل شویو کې د ښاغلي شمه خېل ساتونکی، یو محصل او یو لاروی شامل دي.
ښاغلي شمه خیل د اتحاد العلماء افغانستان په نوم د دیني عالمانو د یوې خپلواکې ټولنې مشري کوله.
رپوټونه وایي چې ټپیان ډېری ملکي وګړي دي چې د ولایت د عامې روغتیا روغتون ته وړل شوي.
په ټپیانو کې د درېیو روغتیایي حالت نازک دی چې دوه یې د ښاغلي شمه خیل زامن دي.
د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
نور جزیات وروسته.