خوست والي: ځاځي میدان کې جګړه درېدلې

د ویډیو تشریح، خوست کې د افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه

د خوست والي حکم خان حبیبي بي بي سي ته ویلي، د دې ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې هغه نښته چې نن سهار پيل شوې وه، اوس درېدلې.

ښاغلی حبیبي وایي، جګړه د پاکستاني لوري په غوښتنه درول شوې او وضعیت اوس د افغان سرحدي ځواکونو تر کنترول لاندې دی.

نوموړي زیاته کړه، هغه سیمې یا پوستې چې پاکستاني ځواکونو یې د نیولو هڅه کوله، اوس د افغان ځواکونو په ولکه کې دي او دواړه خواو اوربند کړی.

و والي په وینا، د سیمې اوسېدونکو او افغان ځواکونو د پاکستاني ملیشو د دې کار مخنیوی وکړ او تر درنې جګړې وروسته یې پاکستاني لوري ته درنه مرګ ژوبله ور اړولې.

نوموړی ادعا کوي چې د پاکستاني ملیشو یو شمېر جسدونه په سیمه کې پاتې دي او د درییو هغو مړي یې افغان ځواکونو له ځان سره راوړي دي.

د خوست والي په دې جګړه کې د دوه تنو افغان ولسي وګړو د وژل کېدو خبره هم تائید کړه.

ښاغلي حبیبي له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، پاکستاني پوځیانو تېره شپه دوه بجې هڅه وکړه چې د جنډو سر سیمه کلابنده کړي او د اکمالاتو لاره یې هم بنده کړي، خو ولسي وګړو او افغان سرحدي ځواکونو یې مخه ونیوله.

ځاځي میدان
د عکس تشریح، ځایي خلکو هم د افغان ځواکونو په ملاتړ جګړې ته ور دانګلي

پاکستاني حکومتي سرچینو ویلي چې په جکړه کې یې دوه پوځیان وژل شوي او ۵ نورټپیان دي.

ځاځي میدان ولسوالۍ بازار ته په رسیدو د ښار ګوټي زیاتره دوکانونه تړلي و او د سیمې خلک د پولې ساتنې په موخه جګړې ته تللي وو.

د سیمې اوسیدونکو له جګړې د راستنیدو په حال کې د بي بي سي سیمه ییز خبریال ته وویل، دوی د پاکستان د امنیتي ځواکونو ځیني وسایل، لکه وسلې، پوځي خولۍ او د نویو پوستو د جوړولو وسایل هم راوړي و.

دوی د یوه وژل شوي پاکستاني سرتیري مړی افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاره. ځایي اوسیدونکو چې د پولې ساتنه کوي ادعا کوله چې یو پاکستانی سرتیری یې ژوندی نیولی او افغان ځواکونو ته یې سپارلی دی.

د بي بي سي خبریال احمد شاه متونوال د جګړې کرښې ته نږدې ورغلی و او وایي چې په جندو، ګورګورۍ او لندغرو پوستو باندې تر غرمې مهال د پاکستان ځواکونو د توپونو ډزې روانې وې.

پاکستاني چورلکو او جیټ الوتکو هم سیمه کې الوتنې کولې خو بمبارد یې ونکړ.

د ځاځي میدان ولسوالۍ دوه اوسیدونکي له پاکستاني ځواکونو سره جکړه کې وژل شوي و او درې نور ټپیان و.

خوست کې د ملي اردو یو چارواکي محمود ځاځي بي بي سي ته وویل، افغان ځواکونو هم سیمه کې توپچي ځواکونه ځای پرځای کړي و او د ډیورنډ کرښې پر بل غاړه ډزو کولو امر منتظر دي.

افغان پوځ
د عکس تشریح، افغان توپچي ځواکونه په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي

پاکستان منلي چې په جکړه کې یې دوه پوځیان وژل شوي او ۵ نورټپیان دي.

ځاځي میدان د خوست ښار شمال ختیځ ته په پنځوس کیلومتري واټن کې پرته ارامه ولسوالۍ ده.

دغه ولسوالي د ډیورنډ کرښې هغه غاړه له کورمې ایجنسۍ او پاړه چینار سره ګډه پوله لري.

افغان پوځ
د عکس تشریح، افغان ځواکونه وایي، د ځوابي برید امر ته منتظر دي

په ځاځي میدان کې دغه جګړه په داسې حال کي کیږي چې نژدې دوه اونۍ وړاندې کابل ته د پاکستان د صدر اعظم د سفر پر مهال دواړو هیوادونو هوکړه وکړه چې د یوه بل په فضایي او ځمکني حریم به تیری نه کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ غځیدلې ډیورند کرښه ډېر ځله د دا ډول نښتو شاهده پاتې شوې. کال وړاندې د کندهار په سپین بولدک کې هم ورته نښته شوې او له هغه وړاندې د ننګرهار په ګوشتې او د کونړ په سرحدي سیمو کې همداسې شخړې شوې دي.