د افغانستان په اکاډمیکو موسسو کې څه تېرېږي؟

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف
    • Author, محمد تنها
    • دنده, د جرمني هانوور پوهنتون

دا ډېره موده کېږي چې د هېواد له معتبرو پوهنتونونو د ځینو فارغو شویو ځوانانو ویناوې او لیکنې څارم. زما په ګډون د نژدې ټولو په لیکنو کې د جګړو له امله راټوکېدلو عُقدو څرک له ورایه ښکاري.

هریو ځان ته دا حق ورکوي چې د یوه لوستي کس په توګه خپله خبره معتبره وګڼي او نور ناسم ثابت کړي.

کېدای شي دا د انساني خواصو یوه مهمه برخه وي چې هرڅوک غواړي او خوښ دي چې د دوی خبره تائید شي. ځکه خو همدا خبره د واک چلولو او واکمنۍ اصلي محور هم جوړوي.

خو زموږ او نورې نړۍ لوستو ترمنځ په دې برخه کې ستر توپیر دا دی چې عُقدې مو په اسانه نه سړېږي. که بحث وبایلو نو مقابل لوری په مرګ ګواښو او که یې وګټو نو ځان یو ډول اتل راته ښکاري. معنا دا چې موږ له دې دواړو حالتونو سره طبیعي چلند نه کوو.

ما په لوېدېځ کې له ډېرو لوستو او ان عادي وګړو سره پر اختلافي موضوعاتو بحثونه کړي، خو هېچا ان تر خپلې عادي فریکونسۍ خپل غږ نه دی اوچت کړی.

له دوکتورا بشپړولو وروسته مې دا څه موده کېږي همدې خبرې ذهن بوخت ساتلی چې که په وړکتون او ښوونځي کې د غټو کتلو او کمو امکاناتو لرلو له امله د فکري رغونې کار شونی نه دی، نو پوهنتونونو او اکاډمیکو موسسو کې خو باید لږ تر لږه د فکري رغونې لپاره ګامونه واخیستل شي.

ځکه په اکاډمیکو ادارو کې فکري رغونه هېڅ ډول مالی لګښت ته اړتیا نه لري بلکې یوازې د بدلون ارادې ته اړتیا ده.

په دې نژدې ورځو کې مې پر خواله رسنیو د پاکستان کراچۍ پوهنتون د زولوژۍ څانګې یو خپور شوی انځور ولید. دې انځور د زولوژۍ لابراتوار د بنسټ ډبره ښودله چې د افغانستان د وخت پاچا محمد ظاهر شاه له خوا اېښودل شوې وه.

په همدې سوچ کې ډوب شوم چې موږ په دا څلورو لسیزو کې د پرمختګ پرځای ولې په شاتګ کړی؟

ټوپکوال او ان عام وګړي خو مو له نړۍ او کتاب سره د لږې آشنايۍ له کبله د جګړييز فکر ښکار دي، خو دا اکاډمیکه کورنۍ مو ولې داسې رنځوره او معیوبه ده؟

له ځانه په همدې پوښتنو بوخت وم چې د افغانستان یوه پوهنتون استاد له خولې دې خبرې هېښ کړم چې ویل یې "د افغانستان یوه معتبر پوهنتون استاد له ماسټرۍ اخیستلو وروسته د داعش له ډلې سره یوځای شوی او اوس د هغوی ویاند دی".

بیا یې له یوه معتبر پوهنتون څخه د یوه داسې فارغ شوي لیکوال او مدني فعال د فېسبوک پته راکړه چې په هره لیکنه کې یې هڅه کړې چې په افغانستان کې روانه جګړه توجیه کړي او دا وښيي چې ګواکې دی د یوه پوه لیکوال او مدني کس په توګه د جګړې په ټول راز خبر دی او اوس یې وخت دی چې ټوپکې را واخلو او د پخوا په څېر ورانول بیا پیل کړو.

ارشیف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف، د افغانستان امریکايي پوهنتون

دا حالت ډېر هېښوونکی او دردوونکی دی، خو دا حالت ولې را منځ ته شوی او د حل لاره یې څه کېدای شي؟

لومړی خو په پوهنتونونو او اکاډمیکو ادارو کې د تقرر او انفکاک اوسنيو قوانینو او کړنلارو دې ته لاره پرانیستې چې هرڅوک کولای شي په لږه ځیرکتیا سره خپل د خوښې کس مقرر کړي.

دا چاره په ډېری پوهنتونونو کې تر لمر روښانه ده. له بده مرغه داسې معتبر پوهنتونونه هم په هېواد کې شته چې یوازې د یوه ګوند یا ډلې خبره پکې چلېږي او هرڅوک چې نوی ورځي باید یوازې د هماغه ډلې یا لږ تر لږه فکر کس وي، کنه مشران کدرونه یې د استخدام په وخت کې په ډېرې آسانۍ سره د تقرر مخه نیولای شي.

د تقرر آزموینو د روڼتیا تر څنګ دا ډېره اړینه ده چې په اکاډمیکو ادارو کې د مسلکي کسانو له خوا د انساني روان پوهنې ازموینې هم واخیستلای شي. دا ځکه چې محصل له استاده فکر زده کوي او د استاد فکري لوری او همدا رنګه خپل هېواد او دندې ته د هغه ژمنتیا هغه څه دي چې ټولنې ته سبا ورځ ښه محصل وړاندې کوي.

په ګمارنه کې له ستونزو به را تېر شو. د تدریس د څرنګوالي او په اکاډمیکو ادارو کې خمود او جمود او فارمولټیک حالت حاکم دی. د افغانستان لوړو زده کړو مقررات وايي چې هر استاد باید حتمي محصل ته لکچر نوټ ورکړي. خو دا چاره تدریس له محصل محوره بڼې استاد محورې بڼې ته اړوي.

محصل به هر هغه څه مني چې استاد یې وايي. استاد هم د مقرراتو په پار هماغه خپل لکچرنوټ پوره کوي او په ټول سمستر کې دې ته وخت نشي پیدا کولای چې محصل ته د هېواد پالنې، له جګړې کرکې، په سیمه او نړۍ کې د هېواد موقعیت او اهمیت په اړه که ډېره نه وي نو لږه رڼا واچوي.

پوهنتونونه د فکر د ودې مرکزونه دي. که خبره یوازې د فارمولونو د زده کړې وي نو فارمولونه خو په واشنګټن، کابل، برلین، موسی کلا او پامیر کې یو ډول دي. څوک یې نه شي بدلولای او نه یې هم تحریفولای شي. نو بیا ولې باید خلک پوهنتون ته لاړ شي؟ فارمولونه خو په کور هم زده کېدلای شي.

غیر محصل محوره تدریس محصل ټنبل آموخته کوي او همداراز محصل ته د لکچر ساعتونو څخه وروسته کافي وخت په لاس ورکوي چې ډېر وخت یې محصلین په خپل منځ کې په داسې بحثونو تېروي چې ځینې مهال او ځینې پوهنتونونو کې له بنسټپاله افکارو سره نېغه اړیکه لري.

کله چې زه کابل پوهنتون کې محصل وم د کابل پوهنتون لیلیه کې ډېر ځله د محصلینو په داسې ګروپونو برابر شوی یم چې د دوی په اصطلاح جهاد ته به یې محصلین په نوبتي بڼه لېږل.

ارشیف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف

که درس محصل محوره او پر محصل د درس حجم زیات او ترڅنګ یې سالمې سپورټي بوختیاوې را منځ ته شي نو په ډاډ ویلای شم چې محصل به حتی په داسې موضوعاتو بحث ته وخت لا پیدا نه کړي.

د فکري ودې لپاره د سالمې بوختیا په کتار کې یو مهم فکتور په آزاده توګه د خپل فکر، خبرې، نظر او عقیدې بیانول دي. دا چاره د ټولنو په اصلاح کې تر ټولو ستر رول لوبوي. لوېدیځوالو سلګونه کاله دمخه دا چاره له پوهنتونونو څخه پیل کړه.

د افغانستان پوهنتونونو کې له بده مرغه تر اوسه پورې د مناظرو داسې پروګرامونه، سیستم او کړنلاره نشته چې محصلین او اکاډمیک غړي د اکاډمیکو اصولو له مخې پرته له جګړې او غږ پورته کولو، پر داسې موضوعاتو خبرې وکړي چې د عامو وګړو تر منځ په پټه کېږي، خو را اېستل یې ټابو دي.

دا مناظرې کېدای شي له آسانه موضوعاتو پیل او بیا تر سختو او بیخي سختو پورې ورسېږي. دا چاره به هم د محصل او اکاډمیکو غړو په فکري ودې مثبته اغیزه وکړي او هم به ټولنه سوکه سوکه دې ته چمتو کړي چې د نیتونو، باورونو، جوړښتونو او اړیکو پر سر بیا فکر وکړي.

همدا د ټولنې ودې ته تر ټولو مجربه نسخه ده. که څه هم دا چارې په رسنیو کې تر یوې اندازې پیل شوي خو بیا هم له دې موضوع سره ناپیېلی اکاډمیک چلند پکار دی.

ما د خپل تحصیل او سفرونو په دوران کې لیدلي او له خپلو پروفیسورانو او ټولنې مې اورېدلي چې د مباحثو یا مناظرې داسې مرکزونو جوړولو ته په اکاډمیکو ادارو کې تر لابراتوار او بل هرڅه شدیده اړتیا ده.

ځکه که فکر سم نه وي نو په لابراتوار کې زده کړه کېدای شي د ټولنې په ضرر تمامه شي.

ارشیف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف، کابل پوهنتون د محصلانو فراغت غونډه

کېدای شي څوک په لابراتوار کې د کیمیا او فزیک له زده کړې وروسته د ټول وژنې وسله جوړه کړي. خو که یې فکر سالم وي کیمیا او فزیک او نور علوم به د ټولنې د خیر لپاره کاروي.

که ملت او حکومت د ټولنې خیر غواړي نو اکاډمیکو ادارو کې دې ګمارنه سمه کړي، درس دې محصل محوره کړي، سالمې بوختیاوې دې را منځ ته کړي، د مناظرې مرکزونه او پروګرامونه دې په لومړیتوبونو کې راشي او استادان دې هم لږ د خپلو کتابي څپرکو له پوښه راووځي او محصل دې لږ له خپل چاپېریال او نړۍ سره هم آشنا کړي.

دا دې ورته وښيي چې په نړۍ کې بې جګړې هم ژوند شته او ښه خوند هم پکې دی.

په دې تمه چې د راتلونکي نسل محصلین مو زما په شان له ځان سره په جګړه نه وي بوخت.