افغان ولسمشر وايي د وروستیو بریدونو غچ به اخلي

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه کړې، چې په ټول هېواد کې به د خلکو د امنیت ساتنې لپاره جدي ګامونه واخلي. هغه همداراز یو ځل بیا ګواښنه کړې، چې په کابل او ولایتونو کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو غچ به اخلي.
ولسمشر غني د وزیر اکبرخان مېنې جامع جومات کې یو ځای شویو خلکو ته وینا کې وویل، دا چې وسله والو د سولې خبرې نه دي منلې او د جګړې لار یې غوره کړې، په وینا یې د بې ګناه افغانانو د وژنې غچ به ترې اخلي:
''د دې ملت په ارادې به زه له دوی نه غچ اخلم. د دوی باداران په انزوا کې دي. څوک چې افغان وي دا کار کوي؟ په هغه وخت کې چې ټوله نړۍ موږ سره درېږي، په هغه وخت کې چې جهان اسلام راسره غږیږي. پرون مو ولیدل چې د اندونیزیا ولسمشر چې د نړۍ تر ټولو لوی اسلامي هېواد دی راغی او موږ سره یې یو ځای لمونځ وکړ. ''
د ولسمشر غني په خبره ترهګر غواړي د افغانستان راتلونکي پنځه نسلونه تباه کړي، خو په وینا یې دی به هېڅکله اجازه ور نه کړي، چې ترهګر خپلې موخې ته ورسېږي.
افغان ولسمشر وویل ترهګر او ملاتړي یې یوازې له ده سره نه بلکې له ټول افغان ملت سره ستونزه لري، خو په وینا یې دوی دې په دې پوه شي، چې افغان ولس داسې ولسمشر لري، چې په خبره یې دوی ته به تسلیم نه شي:
''انشاالله تعالی موږ به دې کړکېچ ته د پای ټکی ږدو او په کلک هوډ پر مخ ځو. دلته زما د راتګ دلیل دا و، چې د خپل ولس په منځ کې لمونځ وکړم. ''
ولسمشر غني وویل څوک دې دوی ته اسلام نه ورښيي. ده وویل افغانان له سلګونو کلونو راهیسې مسلمانان وو او مسلمانان به پاتې وي.

د عکس سرچینه، ARG
ولسمشر وايي، که څوک دعوا لري، چې له دوی په اسلام ښه پوهېږي، رادې شي او په مصر، دیوبند یا کابل یا نورو اسلامي هېوادونو کې دې له افغان دیني عالمانو سره مناظره وکړي.
افغان ولسمشر خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې هېواد کې یې جګړه وروستي پړاو ته رسېدلې او دی به جګړې ته د پای ټکی ږدي.
ښاغلي غني دا خبرې پر داسې مهال کړې، چې په وروستیو څو ورځو کې په کابل کې په وسله والو بریدونو کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.








