تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: داعش افغانستان کې بهرنی ملاتړ له لاسه ورکړی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د اسیا زړه - استانبول بهیر د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره د اذربایجان پلازمېنې باکو ته تللی وايي، اسلامي دولت یا داعش نومې ډلې افغانستان کې بهرنی ملاتړ له لاسه ورکړی دی.
ولسمشر غني دغه غونډه کې ویلي، دغه ډله وسله، تجهیزات او ځواک نه لري او په خبره یې هغه لږ شمېر وسله وال چې په غرونو کې ایسار پاتې دي، له لوږې به ومري. ولسمشر غني ویلي افغان حکومت هغه سیمې بېرته تر لاسه کړې، چې مخکې د داعش ډلې وسله والو نیولې وې.
نوموړی دغه راز وايي، افغان امنیتي ځواکونو د داعش ډلې له زرو ډېر مورچلونه نیولي او وسله او تجهیزات یې د افغان ځواکونو لاسونو ته ورغلي دي. افغان ولسمشر د خپل هېواد کوماندو ځواک ستاینه کړې او په خبره یې ټول عملیات یې بریالي وو.
نوموړی وايي اوس دغه ځواک د سیمې پر یوه غوره کوماندويي ځواک د بدلېدو په حال کې دی. ولسمشر غني وايي د 'ترهګرو ' ځپلو لپاره د افغانستان کوماندويي ځواک دوه برابره او هوايي ځواک درې برابره ډېر کړي دي.
د ولسمشر په وینا اوسمهال افغان ځواکونه پر 'ترهګرو ' ډلو او د مخدره موادو پر شبکو یرغلیز بریدونه کوي.
ولسمشر غني وسله وال طالبان د جرمي اقتصاد، مخدره موادو د سوداګرۍ اصلي عاملین بللي، چې په وینا یې جګړه تامینونکي عنصرونه دي او پوښتنه کوي، چې ایا کېدای شي له پټنځایونو پرته فعالیت وکړي؟
ښاغلي غني غونډې ته خبرو کې هغه جنایتکارې ډلې چې جرړې یې له افغانستانه بهر غځېدلې او په ځانګړې توګه د مخدره موادو پراخې شبکې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره خطر بللې دي.
نوموړي ویلي افغانستان مني چې ۲۰۱۷ کال کې د کوکنارو کرونده پراخه شوې ده، خو په خبره یې غواړي د مخدره توکو د قاچاق او تولید مخنیوي لپاره د هڅو لړۍ پراخه شي.
ولسمشر غني وايي له افغانستانه مخدره توکي د ګاونډیو هېوادونو له لارو بهر ته لېږدول کېږي.
افغان ولسمشر وايي تېرو ۱۱ میاشتو کې دوه ټنه هیروینو ۶۴ ټنه مورفین، ۴۰۰ ټنه تریاک، ۲۵ ټنه چرس او له ۱۰۰۰ کیلو ډېر داسې کیمايي مواد چې د مخدره توکو تولید کې کاروول کېږي، کشف او له منځه وړل شوي دي، چې وايي بیه یې څه باندې ۳۵۲ ډالره اټکل شوې ده.
د اسیا زړه یا استانبول بهیر کنفرانس اوومه غونډه د پنجشنبې پر ګهیځ د اذربایجان پلازمېنه باکو کې د غړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو په ګډون پیل شوه او نن جمعه ولسمشر محمد اشرف غني غونډې ته له مهمو وینا کوونکو یو و.