"د افغانستان د زندانونو وضعیت ناانساني دی"

د عکس سرچینه، iwaweb
په افغانستان کې یوې څارونکې ادارې؛ په دغه هېواد کې د لویو زندانونو وضعیت غیرانسانی بللی. د روڼتیا د څار ادارې د کابل مرکزي زندان په ګډون د افغانستان درېیو لویو زندانونو وضعیت وضعیت ارزولي. دغې ادارې په خپل تازه رپوټ کې ویلي، زندانیان د څښاک پاکو اوبو، کافي خوړو او روغتیایي اسانتیاوو په ګډون خپلو لومړنیو حقونو ته لازم لاسرسی نه لري.
د افغانستان د روڼتیا د څار ادارې د کابل څرخي پله او د دوو مرکزي ولایتونو بغلان او میدان وردګو زندانونه ارزولي. دغې ادارې په خپل رپوټ کې چې نن خپور شو ویلي، دغه زندانونه د ازادۍ سلبولو پرځای د بشري حقونو سلبولو پر مرکزونو بدل شوي.
د روڼتیا د څار ادارې رییس سید اکرام افضلي وایي؛ ددوی موندنې ښيي چې د زندانونو ودانۍ د اسانتیاوو له مخې په خراب حالت کې دي، زندانیان د څښاک پاکو اوبو، روغتیایي خدمتونو، او آن کافي اکسیجن ته لازم لاسرسی نه لري:
"میلیونونه ډالره لګښتونو سره سره، لا هم زندانونه ډېرې ستونزې لري چې د زندانونو وضعیت یې غیرانساني ګرځولی. د پلچرخي زندان ودانۍ او اسانتیاوې هلته د شته زندانیانو لپاره بسنه نه کوي. ودانۍ جدي ستونزو سره مخ ده. هره شېبه د اورلګېدنې او نړېدو خطر شته. که دې ستونزو ته پام ونشي، پلچرخي زندان کې د ناورین راتلو احتمال شته."
ښاغلي افضلي وویل، په دغو زندانونو کې د ظرفیت دوه برابراه زندانیان ساتل کېږي.
ښاغلي افضلي وویل، اداري فساد د افغانستان زندانونو د غیر انساني وضعیت اصلي لامل دی. د روڼتیا د څار ادارې په وینا، په دغه هېواد کې پر زندانونو میلیونونه ډالرلګول شوي، خو د لازمې څارنې نشتوالي له امله، قراردادي شرکتونو د خپلو ژمنو خلاف د ودانیو لازم تسهیلات نه دي لګولي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه وویل، د ناسم مدیریت له امله هم په ځینو زندانونو کې له شته کمو امکاناتو هم لازمه ګټه نه اخیستل کېږي او سمه څارنه یې نه کېږي.
خو د افغانستان د محبسونو رییس عبدالحلیم کوهستانی د روڼتیا د څار سازمان موندنې نه تاییدوي. ښاغلي کوهستاني وویل، دوی ددغوستونزو په اړه له زندانیانو هېڅ شکایت نه دی ترلاسه کړی:
"موږ چې څه په واک کې لرو او قانون موږ ته واک راکوي او د یوه زنداني حقوق دي، موږ خپله وروستۍ هڅه کوو چې ترسره یې کړو. زندانیان کومه ستونزه نه لري. دا چې ویل کېږي اوبه او ډوډۍ نشته، ما د محبسونو عمومي رییس په توګه دا ډول شکایت له هېڅ زندان او زنداني نه دی اورېدلی."
خو د غزني یو اوسېدونکی چې درې میاشتې وړاندې ددغه ولایت له زندانه خوشي شوی، د روڼتیا د څار ادارې موندنې پرځای بولي. هغه وویل زندان وضعیت بوږنوونکی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغې څارونکې ادارې د افغانستان حکومت ته سپارښتنه وکړه چې د زندانونو سراسري ارزونه پیل کړي او د زندانونو خوندیتوب او د ودانیزو چارو څارنې، لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
همداراز د روڼتیا د څار ادارې ویلي، د زندانیانو ډېروالي مخنیوي په هدف حکومت باید د مشخصو جرمونو لپاره د بند پرځای نورې بدیلې سزاوې په پام کې ونیسي او د زندانونو ساتنې او څارنې ته لازمه بودیجه ځانګړې کړي او مسلکي کسان وګوماري.








