
دغه پلاوي په زندانونو کې د بندیانو د حالت د ښه والي، او په بندیخانو کې د هغوی د ساتلو په تړاو ولسمشر کرزي ۱۲وړاندیزونه هم کړي.
د افغان حکومت د حقیقت موندنې پلاوي د راپور له مخې، د ۲۸۴ بندیانو او نیول شویو کسانو له ډلې ۱۴۸ تنو یې دغه پلاوي ته د شکنجې او بد چلند په تړاو شکایتونه کړي دي.
دغه پلاوي د بندیانو د ځورولو په تړاو د ملګرو ملتونو تر راپورو وروسته د ولسمشر کرزي په حکم د کابل، هرات او کندهار ولایتونو په بندیخانو کې خپلې څېړنې ترسره کړې.
په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یونما) د روانې میاشتې په سر کې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان په زندانونو کې په پراخه کچه بندیان ځورول کېږي.
دغه پلاوي د خپلو څېړنو د پایلو په اړه وايي زیاتره بندیان او نیول شوي کسان د نیول کېدو او د تحقیق پر مهال شکنجه او ځورول شوي دي.
ددغه پلاوي مشر عبدالقادر عدالتخواه د څېړنو په اړه وايي:
''ټول هغه کسان چې مرکې ورسره شوي ۲۸۴ تنو ته رسېږي، له هغې ډلې ۱۴۸ تنو یې د شکنجه کېدو ادعا کړې او ویلي یې دي چې ځورول شوي دي. چې زیاتره ځورونې د نیول کېدو او کله ناکله هم د تحقیق پرمهال ترسره شوي دي''.
٪۶۶ بندیان
ښاغلی عدالتخواه وايي ۶۶٪ بندیان چې مرکې ورسره شوي، مدافع وکیلان نه لري، د یو شمېر بندیانو دوسیې په ټاکل شوې مودې کې نه دي څېړل شوي او ځینو یې د بند له ټاکلې مودې ډېر وخت په زندان کې تېر کړی دی.
هغۀ د یوه بندي حالت چې بهرنیانو بد چلند ورسره کړی وو، داسې بیان کړ:
د بندیانو دوسیې
د بندیانو د دوسیو څېړل، د زندانونو د کارکونکو روزنه او د بندیانو د ژوند د حالت ښه کول د دغو وړاندیزونو له مهمو ټکو څخه دي.
''۱۲ لمبر نیول شوی کس وايي چې د کندهار ولایت اصلي اوسېدونکی یم، او بهرنیانو د روان کال د لیندۍ میاشتې په یوولسمه نېټه له خپله کوره ونیولم. یوه موده امریکاییانو وساتلم او بیا د بګرام زندان ته ولېږدول شوم. کله یې چې له الوتکې ښکته کولم، نو ښه چلند یې راسره ونه کړ، د یوه څاروي په شان یې له څټه ونیولم او حلال خواړه یې نه راکول. درې میاشتې مو د لمر مخ هم ونه لید''.
د حقیقت موندنې د پلاوي د څېړنو پایلې د ولسمشر کرزي ته هم ورکولو شوي دي او ټاکل شوې چې پر دغه راپور د کابینې په قضايي غونډه کې خبرې وشي.
دغه پلاوي په زندانونو کې د بندیانو د حالت د ښه والي، او په بندیخانو کې د هغوی د ساتلو په تړاو ولسمشر کرزي دولس وړاندیزونه هم کړي دي.
د بندیانو د دوسیو څېړل، د زندانونو د کارکونکو روزنه او د بندیانو د ژوند د حالت ښه کول د دغو وړاندیزونو له مهمو ټکو څخه دي.













