
په دې وروستیو ورځو کې ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي و چې د افغانستان په زندانونو کې بندیان په پراخه کچه ځورول کېږي خو افغان دولت دغه راپور رد کړ او د هغه په اړه د څېړنو په موخه یې یو پلاوی وټاکه.
افغان دولت وايي ملګرو ملتونو له هغه پلاوي سره مرسته نه ده کړې چې د افغانستان په زندانونو کې یې له بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه څېړنې کولې.
افغان دولت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه غوښتي و چې په زندانونو کې له بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه د ملګرو ملتونو د راپور څېړونکي پلاوي ته خپل استازي ور وپېژني.
خو د ملګرو ملتونو دفتر یوناما وايي د دوی کار کوونکي د پلټنو د هېڅ دولتي پلاوي غړی نه شي کېدای.
په دې وروستیو ورځو کې ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي و چې د افغانستان په زندانونو کې بندیان په پراخه کچه ځورول کېږي خو افغان دولت دغه راپور رد کړ او د هغه په اړه د څېړنو په موخه یې یو پلاوی وټاکه.
د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي وايي ملګرو ملتونو له دغه پلاوي سره همکاري نه ده کړې، او د دوی دا کار یو لړ پوښتنې را ولاړوي.
"لومړی موږ وغوښتل چې د ملګرو ملتونو یو با صلاحیته مسؤول په دغه پلاوي کې غړیتوب ولري. هغوی معذرت وغوښت او خپل استازی یې معرفي نه کړ. موږ له یوناما وغوښتل چې د هغو کسانو نومونو چې ځورول شوي او یا د هغو زندانونو نومونه په ډاګه کړي چې بندیان په کې ځورول شوي دي. متاسفانه په دې برخه کې هم، هغوی مرسته ونه کړه او و یې ویل چې د امنیتي ستونزو له امله نه شو کولای د بندیانو په اړه محرم معلومات له پلاوي سره شریک کړو."
خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما وايي د دوی استازو له دغه پلاوي سره کتلي او د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې ورسره مرسته کوي.
په یوناما کې د بشري حقونو د څانګې مشره جورجیت ګنیون وايي ملګري ملتونه نه شي کولی په یو هېواد کې د حقیقت موندلو د دولتي پلاوي غړیتوب ولري.
خو له دې سره سره د افغان ولسمشر ویاند د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو د ځورولو خبره له یوې مخې نه ردوي.
"که د داسې مواردو په اړه خبرې وکړو چې د افغانستان په زندانونو بندیان ځورول کېږي، یقیني خبره ده چې داسې موارد به د هېواد په کچه وي، خو دا چې ځورول د دولت پالیسي ده او په سیستماتیک ډول کېږي دا په بشپړ ډول ردو."
افغان دولت ته د زندانونو د چارو سپارل یو له هغو موضوعاتو ده چې کابل او واشنګټن پرې اختلاف لري.
ولسمشر حامد کرزی وايي افغان لوري ته د زندانونو د مسؤولیت سپارل د افغانستان ملي حاکمیت سره تړاو لري او د امریکا له متحدو ایالتونو یې غوښتي دي چې ټول زندانیان افغان دولت ته وسپاري.














