افغانستان کې د څښاک تر نیمايي ډېرې اوبه ککړې دي

دا ارزونه په ۹۰۰ کورونو او ۱۰ ولایتونو کې شوې ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا ارزونه په ۹۰۰ کورونو او ۱۰ ولایتونو کې شوې ده

یوې نوې څېړنې ښودلې چې په افغانستان کې د څښاک ۶۴ سلنه اوبه ککړې دي. په دغه سروې چې د افغانستان د مرکزي احصايې ادارې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونيسېف په مرسته د هېواد په لسو ولايتونو کې تر سره شوې، موندل شوې چې د څښاک آزمویل شوې اوبه په انساني او حيواني چټليو ککړې دي.

د افغانستان خلک په ورځني ډول د چينو، کاريزونو او د څاګانو او پمپونو له لارې د ځمکې له لاندې اوبو کار اخلي. که څه هم د څښاک اوبو ته لاسرسی په ټول افغانستان کې بحث وړ موضوع ده خو هغه اوبه چې خلک لاسرسی هم ورته لري تر ډېره بريده ککړې دي.

د احصايې مرکزي ادارې نوې سروې موندلې چې د هېواد په لسو ولایتونو کې د څښاک اوبو په هرو لسو ګيلاسو کې شپږ یې ککړې دي. دا سروې ښيي چې د لسو ولایتونو په کليوالو سيمو کې د څښاک اوبو د ککړتيا دا کچه ۶۸ سلنه او په ښاري سيمو کې ۵۲ سلنه ده.

د احصايې د ملي ادارې مرستيال حسيب الله موحد وايي دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د ژوندانه د وضعيت په سروې کې د څښاک د اوبو ازمويلو ته پام کېږي.

"هغه وسایل چې د اوبو د ټسټ لپاره يې اړتيا ده یونیسیف ادارې چمتو او رانیول. بالاخره موږ وکولای شول چې په لسو ولایتونو کې په ازمويښتي ډول دا ترسره کړو؛ او دا ځکه ښه لاسته راړونه هم وه چې یاده ازموينه په نړيواله کچه په دولس هېوادونو کې ترسره شوې چې یو له هغو افغانستان دی."

د احصايې ملي اداره وايي دا سروې په هغو کورونو کې ترسره شوې چې د اوبو له اصلي سرچينو لکه چينې، د اوبو له نلونو، لاسي بمبو او څاګانو کار اخلي چې له نيمو ډېر يې صحي نه دي.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوسمهال افغان حکومت د پلازمېنې د اوبو د ککړتیا د مخنیوي لپاره ځانګړې او مناسبه حل لار نه ده وړاندې کړې،

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا يونيسیف استازی رولف لووېنجيک وايي دلته د ماشومانو د مړينې دوهم تر ټولو لوی لامل نس ناستې ده چې پاکو اوبو ته د لاسرسي د نشتوالي له امله رامنځته کېږي:

"په کال کې لس زره ماشومان د اسهالاتو د ناروغيو له امله ژوند له لاسه ورکوي او دا د څښاک د اوبو د کيفیت له ټيټوالي، د حفظ الصحې له نشتوالي او د روغتيايي خدماتو له کمزورۍ سره نېغ تړاو لري، ځکه نو دا ډېره ډېره مهمه موضوع ده."

څېړنې ښيي، د کابل په ۱۰۰ ملي لیترو اوبو کې ۲۰ مضرې باکتریاوې شته
د عکس تشریح، څېړنې ښيي، د کابل په ۱۰۰ ملي لیترو اوبو کې لږترلږه ۲۰ مضرې باکتریاوې شته

نوموړی وايي دا سروې په ۹۰۰ کورنو کې د پنځو مياشتو په اوږدو کې په لسو ولايتونو کې ترسره شوې. د نونسیف استازی وايي راتلونکو دوو کلونو کې به په ټول افغانستان کې د ورته سروې له ترسره کولو سره مرسته وکړي چې د ټول هېواد په کچه د څښاک اوبو د څرنګوالي په اړه یو پوره انځور تر لاسه شي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم باوري دی چې که خلک د څښاک اوبو پاکولو ته پام ونه کړي د اسهالاتو په څېر د ناروغيو له ګواښ سره مخ کېږي. دوی سپارښتنه کوي چې خلک باید دا اوبه له استفادې وړاندې وايشوي او په سمه توګه يې دې وساتي.

د افغانستان دولت د ملګرو ملتونو د زريرې د پرمختيايي موخو له مخې مسؤل بلل کېږي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د څښاک خوندي اوبو او د حفظ الصحې معياري خدماتو ته لاسرسی شونی کړي. که څه هم افغان چارواکي سر له اوسه اعتراف کوي چې د دغو موخو تر لاسه کېدل به ورته ناشوني وي.

د ویډیو تشریح، د افغانستان چاپېريال ساتنې اداره وايي، د پراخې ککړتيا له امله د افغان پلازمېنې کابل ځينو برخو کې اوبه د څښاک نه دي.