تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عبدالله: حکومت د سولې خبرو اترو پیل ته هېڅ شرط نه لري
د سپینې ماڼۍ له خوا د افغانستان لپاره د ستراتیژۍ له اعلان یوه ورځ وروسته د افغان حکومت لوړپوړيو چارواکو د دولت له مخالفینو سره د سولې د خبرو اترو د شونتیا خبرې راپورته کړې دي.
د افغان حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله د دولت مخالفین سولې ته رابللي او وايي، حکومت له مخالفینو سره د خبرو اترو د پیل کولو لپاره هېڅ ډول شرط نه لري.
پرون د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې خپله تګلاره اعلان کړه چې ټینګار یې افغانستان کې د ده په وینا "د ترهګرۍ پر ځپلو"و. افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د دغه اعلان هرکلی وکړ، افغانستان کې یې د ثبات راتلو ته خوشبیني څرګنده کړه.
د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان سره د ښاغلي عبدالله په وینا د سولې د خبرو اترو لپاره "ښه فرصت برابر شوی".
خو پرون وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې له خپرولو سره د ټرمپ ستراتیژي د جګړې پر دوام ټینګار وباله او ویې ویل، د امریکایانو پرضد به جګړه کوي.
ښاغلي عبدالله د سولې د عالي شورا له غړو سره په کتنه کې ویلي، په کار ده چې "وسله وال مخالفین هم د سولې د تامین لپاره له موقه استفاده وکړي".
په دغه ناسته کې د سولې د شورا مشر محمد کریم خلیلي ویلي، هڅه کوي طالبان د سولې بهیر ته راوبولي او بل دا چې د سولې لپاره جوړه شوې ستراتیژي یې وروستۍ کړې ده. ښاغلي خلیلي د سولې د شورا د سیمه ییزو استازولۍ اوسنی"غیرفعال" حالت "خنثی" بللی او ویلي یې دي چې د سولې ولایتی کمېټو ته یې "درې میاشتې ضرب الاجل ټاکلی چې خپلې طرحې ورولېږي."
بل لور ته د ولسمشرغني د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر هم په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ دفتر (یوناما) له مشر سره د سولې پر بهیر غږېدلی دی.
د ملي امنیت د شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي اتمر تادامیچي یاماموتو ته د "کابل پروسه" هغه هڅه بللې چې افغان چارواکو د سولې او روغې جوړې د بهیر د چټکتیا په موخه ترسره کړه.
څو وروځې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سولې پر عالي شورا کلکه نیوکه وکړه چې "فعالیت او اغیزمنتوب"یې نشته او داسې کسان په کې په کار ګومارل شوي چې طالبانو له هغوی سره خبرو ته نه هڅېږي.
کریم خلیلي د ښاغلي حکمتیار نیوکو ته په اشارې ویلي، دوی به داسې "عمل"وکړي چې دغه تورونه ناسم ثابت شي.
د سولې د عالي شورا د پخواني او د جهادي مشر پیر سید احمد ګیلاني تر مړينې وروسته، ښاغلی خلیلي د غبرګولي پر ۱۵ د سولې د عالی شورا مشر وټاکل شو چې تر هغه وړاندې د دغې شورا مرستیال و.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، د دوی د جګړې او مخالفت اصلی لوری امریکا ده او هېڅکله هم له افغان دولت سره سوله نه کوي. دی وايي، هرکله چې امریکا د دوی شرایط ومني له افغانستانه وتلو ته زړه ښه کړي دوی به له جګړې لاس واخلي.
افغان او بهرني چارواکي هڅه کوي پاکستان قانع کړي چې طالبان د مذاکرې میز ته وهڅوي خو پاکستان ادعا کوی دوی پر افغان طالبانو دومره اغېز نه لري.