''میرزاولنګ کې دوه ډله ییز قبرونه موندل شوي''

د عکس سرچینه، Reuters
سرپل ولایت کې ځايي چارواکو ویلي، د دغه ولایت په مرزاولنګ کې دوه ډله ییز قبرونه موندل شوي دي، چې د دوی په وینا دغو قبرونو کې د ډېری پرتو مړیو سرونه وسله والو غوڅ کړي
د سرپل والي ویاند ذبیح الله اماني وايي، په دغو دوو قبرونو کې موندل شوي ۳۶ مړي د نارینه وو دي او په خبره یې په کې د درېیو ماشومانو مړي هم شته، چې عمرونه یې ۸ او ۱۵ کاله دي.
وسله والو طالبانو نژدې ۱۲ ورځې مخکې میرزا اولنګ سیمه ونیوله او دوې ورځې مخکې افغان امنیتي ځواکونو ویلي و، چې میرزاولنګ او شاوخوا سیمې یې وسله وال پر شا تمبولي دي.
ځايي چارواکو ویلي د طالبانو تر کنترول لاندې سیمه کې د درېیم ډله ییز قبر په اړه هم معلومات ورکړل شوي دي او افغان امنیتي ځواکونه د نورو دغه ډول قبرونو د موندلو هڅه کوي.
د سرپل چارواکو میرزا اولنګ سیمه کې د ۶۲ کسانو وژل کېدل تایید کړي دي او ویل کېږي چې ښايي د وژل شویو کسانو شمېر ډېر شي.
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي کسانو وژنه د بشر ضد جنایت بللی دی.
دغه کمېسیون د ميرزا اولنګ پر پېښو د خپلو پلټنو لومړنۍ پایلې برسېره کړې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د دغه کمېسیون د شمال زون مشر قاضي سمیع بي بي سي سره یوه مرکه کې د لسګونو ملکي کسانو د وژل کېدو خبره تایید کړه.
د سې شنبې پر ورځ داعش ډلې ته په اړوند اعماق وېبپاڼه کې راغلي، چې "دوی په میرزا اولنګ کې ۵۴ شیعه ګان وژلي دي".









