''وسله والو طالبانو سرپل کې ۲۳۵ ملکي کسان خوشي کړي''

د عکس سرچینه، Alamy
- Author, عصمت بهیر
- دنده, بي بي سي کابل
د افغانستان سرپل ولایت کې ځايي چارواکو ویلي ، د والي په هڅه او د سیمه ییزو مخورو په منځګړتوب هغه ۲۳۵ ملکي کسان خوشي شوي چې وسله والو طالبانو یرغمل کړي وو.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني بي بي سي ته ویلي په مرزااولنګ سیمه کې، چې اوس هم د طالبانو کنترول کې ده ډېر کسان ایسار دي.
د سرپل ولایت د رسنیو دفتر د خوشي شویو کسانو انځورونه خپاره کړي او دغه ولایت ته یې د ځمکنيو او هوايي ځواکونو د رسیدلو خبر هم ورکړی.
اوس د سرپل والي ویاند ذبیح الله اماني بي بي سي ته وویل د سیمې د مشرانو په مرسته یې ۲۳۵ بند پاته شوي کسان را خوشي کړي دي.
ښاغلی اماني وايي چې د خوشي شوو کسانو رواني حالت ښه نه دی.
''له نیکه مرغه د ولایت مقام په هڅه او د سیمې د مشرانو په منځګړتوب ۲۳۵ کسان، چې له څو ورځو راهیسې په میرزاولنګ کلي کې د طالبانو ولکه کې وو راخوشي شوي دي ''
له دې مخکې ځايي چارواکو له وسله والو سره د جګړې لپاره د ځواک د کمښت شکایت کړی و.
وسله والو طالبانو د صیاد ولسوالۍ اړوند دغه سیمه د تېرې شنبې پر ورځ نیولې وه او د ځايي چارواکو په خبره ۵۲ ملکي کسان یې په ډېره (بې رحمۍ) وژلي وو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن (سې شنبه) یوې غونډې ته وینا کې وویل، چې د (دین او هېواد) دښمنانو ثابته کړه، چې هېڅ پوله او حد نه پېژني.
د نوموړي په خبره د (مرزااولنګ ټولوژنې) غچ به اخلي.
طالبانو ویلي وو چې په میرزاولنګ کې خلک د جګړې له امله ایسار پاتې وو او دوی یې د وتلو هڅه کړې وه.
طالبانو د ولسي وژنو په اړه ادعاوې هم دروغ بللې او ویلي یې دي چې د میرزااولنګ د نیولو په جګړه کې یې یوازې وسله وال کسان چې دوی یې سیمه ییزې ملیشې بولي او شمېر یې ۲۸ ښيي وژل شوي دي.
ناټو چارواکو هم د مرزااولنګ سیمې د حالت په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

د عکس سرچینه، SARIPUL MEDIA/FB
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کورنلیوس زیمرمن ویلي:
"موږ په سرپل کې د لسګونو ملکي کسانو، ښځو، نارینه وو او ماشومانو د وژل کېدو او د کورنیو د یرغمل کېدو له کبله ډېر اندېښمن یو".
په افغانستان کې هم د امریکا سفارت هم په مرزااولنګ سیمه کې پرملکي وګړو برید (( وحشیانه)) بللی و.








