په میرزا اولنګ کې د طالبانو ضد عملیات پیل شول

ر

د عکس سرچینه، د سرپل مطبوعاتي دفتر

د عکس تشریح، میرزا اولنګ چې صیاد ته د تللو لار او صیاد مرکز ته د تللو لار ده.

د افغانستان شمال کې د سرپل د والي ویاند وايي، د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ کې د وسلوالو طالبانو پرضد پوځي عملیات پیل شول.

ذبیح الله اماني د جمعې په ورځ بي بي سي ته وویل، دا هوايي او ځمکني عملیات تېره شپه پیل شول او تراوسه پکې له وسلوالو طالبانو دوه پوستې بېرته نیول شوې دي.

د هغه په خبره، په دې عملیاتو کې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو تراوسه یې کره شمېره نه لري.

دا عملیات نږدې یوه اونۍ له هغه وروسته پیلېږي چې وسلوالو طالبانو دا ستراتیژیکه سیمه ونیوله او پکې یې د ځايي چارواکو په خبره، ۵۲ ولسي وګړي ووژل.

وسلوال طالبان د ولسي وګړو وژنه د حکومت "تبلیغ" بولي او وايي، د "ولسي پاڅون" ۲۸ وسلوال یې وژلي دي.

ولسي پاڅون له ځايي خلکو جوړ دی چې د وسلوالو په مقابل کې له خپل ځان دفاع کوي.

په افغان خواله رسنیو کې پر حکومت د دې عملیاتو د ځنډېدلو له امله سخت فشار و، ښايي همدا لامل و، چې درې ورځې مخکې ولسمشر غني وویل، د میرزا اولنګ "د ټولوژنې" غچ اخلي.

د میرزا اولنګ خلک څه وايي؟

ر

د عکس سرچینه، د سرپل مطبوعاتي دفتر

د عکس تشریح، د میرزا اولنګ خلک وايي، دا عملیات له هغه وروسته پلانېږي چې دوی هرڅه له لاسه ور کړل.

د میرزا اولنګ ځینې بې ځایه شويو - چې د سرپل مرکز سرپل ښار ته کوچېدلي- بي بي سي ته یې ویلي، دا عملیات هغه مهال پلان شول چې ولس هرڅه له لاسه ور کړل.

د میرزا اولنګ یو بوډا وايي، که دا عملیات یوازې د سیمې تر نیولو پورې وي، نو ستونزه نه اورېږي.

د هغه په خبره، وسلوالو طالبانو په کوهستانات ولسوالۍ کې پیاوړي مرکزونه جوړ کړي او له هغه ځای بیا هم میرزا اولنګ ګواښلی شي.

ځايي سرچینې وايي، طالبانو تېر دوه کلونه ډېره هڅه وکړه چې د میرزا اولنګ له لارې صیاد ولسوالي ته ننوځي، خو ولسي پاڅونوال یې خنډ وو.

میرزا اولنګ خپله هم د صیاد ولسوالۍ برخه ده.

ځايي سرچینو بي بي سي ته ویلي، د وسلوالو طالبانو په لاس د ځايي ځواکونو له ماتې، د ولسي وګړو له وژنې او د میرزا اولنګ له نیونې وروسته ځايي ځواکونه نږدې له منځه تللي دي.

دوی ټینګا رکوي چې که حکومت غواړي د ستونزې رېښې له منځه یوسي، نو کوهستانات ته دې لاړ شي.

ر

د عکس سرچینه، د سرپل د والي دفتر

د عکس تشریح، د میرزا اولنګ ډېری خلک سرپل ښار ته وکوچېدل.