ولسمشر ټرمپ ته د وسلوالو طالبانو لیک

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې حال کې چې سپینه ماڼۍ جګړه ځپلي افغانستان کې د خپل راتلونکي ګام لپاره چمتووالی کوي، وسله والو طالبانو د متحدو ایالتونو ولسمشر ته په یوه پرانیستي لیک کې خپله مشوره ورکړې.
وسلوالو طالبانو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته دغه لیک په پښتو، دري، اردو، عربي او انګریزي ژبو لیکلی دی.
په لیک کې د ډونلډ ټرمپ له خوا د ستراتیژۍ ځنډېدل په افغانستان کې پر امریکايي تېروتنو پوهېدل بلل شوي دي.
د امریکا د ولسمشر پوځي سلاکارانو منلې، چې افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ټپ ولاړ حالت ته رسېدلې ده او نوموړی باید هلته له دغه حالته د وتلو لپاره د پوځیانو شمېر ډېر کړي.
خو وسله والو طالبانو له ولسمشر ټرمپه غوښتي چې د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي کې له دغه هېواده د ټولو امریکايي ځواکونو اېستلو ته ځای ور کړي:
"ستاسو پوځ زموږ په هېواد افغانستان کې پوره ۱۶ کاله تېر کړل او د افغانستان د تسخیر لپاره یې خپل ټول وس وکاروه، په داسې حال چې ستاسو د هېواد پخوانیو چارواکو په افغانستان د برید لپاره پراخه نړیواله ټلواله جوړه کړې وه بیا هم افغانستان کې ستاسو د ۱۶ کلن پوځي حضور پایله دا شوه چې نن افغانستان په امنیتي لحاظ تر ټولو ناامنه، په اداري لحاظ تر ټولو فاسد او په اقتصادي لحاظ تر ټولو نیستمن ګڼل کېږي".

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال امریکايي چارواکي افغانستان ته د نورو سرتېرو پر استولو یا ترې سرتېرو پر اېستلو یوه خوله نه دي.
دا وېش داسې مهال رامنځته شوى چې د وسلوالو طالبانو فعالیتونه هم زیات شوي دي.
تېر کې ولسمشر ټرمپ ویلي و، چې غواړي افغانستان کې د امریکا زیانونه لږ کړي او له جګړې پر شا کېدل غواړي.
داسې هم ویل کېدل چې د جولای تر نیمايي پوره به په دې اړه پرېکړه وشي، خو چوپه چوپتیا وه او بیا تېره اونۍ ولسمشر ټرمپ وویل، چې د یوې ستراتېژۍ په اړه پرېکړې ته 'ډېر نژدې شوی دی. '
د امریکا د دښمنانو لمنې ته ورتلل
وخت ناوخت واشنګټن پر پاکستان سربېره اوس ایران او روسیې ته هم ګوته نیسي چې له طالبانو سره مرسته کوي.
خو وسلوال طالبان په دغه لیک کې دا ادعا ردوي.
"امریکا باید موږ اړ نه کړي چې د دښمنانو لور ته یې لاړ شو".
وسلوالو طالبانو په خپل لیک کې خپله ډله په سیمه کې "یو منظم او بامسوولیته ملي، سیاسي او نظامي ځواک بللی" چې په وینا یې د ډېرو "فتنو" مخه یې نیولې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته مهال یې د افغان حکومت اوسني وضعیت یادونه هم کړې چې څپڅپانده او افغان حکومت يې په خپلمنځيو مخالفتونو ککړ بللى او ويلي دي چې د واشنګټن پر مرستو نه ارزي.
د طالبانو په دغه لیک کې له امریکا ګیله شوې چې د پخواني شوروي پر مهال یې د افغانانو قربانۍ هېرې کړې دي.
دوی دا هم ویلي، چې افغانانو امریکا او امریکا افغانانو ته لاس ور کړی و.
"که تاسو لږ تاریخي سوابق وګورئ افغانان په نړۍ کې ستاسي محسنین دي، هغوئ هم تاسې او هم ټوله نړۍ د خپلو قربانیو په مټ د کمونیزم له سره ښاماره خلاصه کړه"
په ليک کې راغلي امريکا نه ښايي (د طالبانو په وينا) فاسد چارواکي يې پر افغانانو واکمن کړي واى.
د جګړې له خصوصي کولو سره مخالفت
د طالبانو دا لیک په داسې مهال دی چې ولسمشر ټرمپ تېره پنجشنبه وویل، نوې افغان ستراتیژي به ډېر ژر اعلان کړي.
په ورته مهال دوو خصوصي شرکتونو وړاندیز کړی چې افغان جګړه دوی ته وسپاري چې په کم لګښت او لږو وسلوالو سره طالبان مات کړي.
خو طالبانو ولسمشر ټرمپ ته يادونه کړې چې د خصوصي قرارديانو په مټ دا جگړه نشي گټلى.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو پخوانی لیک
وسلوالو طالبانو هغه مهال هم ډونلډ ټرمپ ته چې نوی ولسمشر شوی وـ لیک کاږلی و او پکې یې غوښتي و چې افغان جګړه پای ته ورسوي.
د امریکا په مشرۍ نړیوالې ټلوالې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱ په نیویارک کې له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تایید افغانستان کې د القاعده مشر او غړو ته د پنا ور کولو او ملاتړ له امله طالب واکي وپرځوله.
خو دا ډله له هغه راهیسې لا هم د بهرنیو ځواکونو پرضد جګړه کوي.









