تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هرات کې د احمدشاه بابا د تاج په سرونې ۲۷۰ کلیزه
- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, بي بي سي
د معاصر افغانستان د بنسټګر احمدشاه بابا د تاج په سر کولو ۲۷۰مه کلیزه په هرات کې ولمانځل شوه.
دغه غونډه د افغانستان د ولسي تحریک ګوند له خوا جوړه شوې وه چې سلګونو هراتیانو پکې ګډون کړی و.
د غونډې برخه والو له افغان حکومته ځانګړې غوښتنې لرلې.
د افغانستان د ولسی تحریک ګوند غړی نثار احمد نوري بي بي سي ته وویل، د احمدشاه بابا عکس دې د ملي زغیم په توګه د ولسمشر د عکس تر څنګ په دولتي ادارو کې وځړول شي:
"په هند کې د نهرو او په پاکستان کې د جناج عکسونه همداسې اېښودل کیږي. بله دا چی د شیر سرخ جرګې ورځ دې د عمومي رخصتۍ په توګه اعلان شی.))
غونډه د هرات سټوډیم ته څېرمه جوړه شوې وه چې تر پای وروسته یې د ګډونوالو خورا اوږد موټریز کاروان د ښار په لارو او کوڅو کې وګرځېد.
د موټریز کاروان برخه والو د افغانستان ملي بیرغونه له ځان سره لېږدول.
د غونډې برخه والو ویل، په افغانستان کې اوس تر بل هر وخت د خلکو تر منځ د یووالي ټینګښت لپاره هلو ځلو اړتیا ده.
د دوی په خبره، د معاصر افغانستان د بنسټ ایښودونکی احمد شاه بابا د تاج په سرونې د ورځې لمانځنه یووالي ته د رسېدو لپاره غوره مناسبت دی.