د برتانیا ځانګړي ځواکونه د "افغانانو پر وژلو" تورن شول

ر

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، برتانوي ځواکونه تر ډېره په هلمند کې مېشت و.

بي بي سي موندلې چې د برتانیا د برتانیا پوځ سلطنتي پولیس د دغه هېواد د ځانګړو پوځیانو په لاس د بې وسلې افغانانو د وژلو ادعا څېړي.

بي بي سي له داسې افغان سره مرکه کړې چې وايي، پر ۲۰۱۱ کال یې په شپنۍ چاپه کې د کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.

په هغه برید کې د برتانیا ځانګړي ځواکونه هم وو.

سنډې ټایمز رسنۍ هم د برتانیا د ځانګړو ځواکونو په لاس د بې قانونه وژنې ورته رپوټ خپور کړی دی.

په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو اړوند شکایتونو په تړاو دا پلټنې له ۲۰۱۵ کال پیل شوې دي.

د برتانیا دفاع وزارت هم پر ۲۰۱۶ کال وویل، چې دغه وزارت په افغانستان کې له برتانوي ځواکونو ۶۰۰ شکایتونه شوي دي.

دا شکایتونه له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۳ کال پورې تړاو لري.

د برتانیا دفاع وزارت زیاتوي چې له دې شکایتونو ۹۰ سلنه "ناسم" پېژندل شوي، خو لا هم د برتانیا د پوځ ځانګړي ځواکونه پاتې لس سلنه شکایتونه څېړي.

د یوه افغان د سترګو لیدلی حال

ر

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، دغه افغان وايي، د برتانوي ځواکونو شپنۍ چاپه کې یې د کورنۍ غړي وژل شوي دي.

یو افغان له نومښودنې پرته بي بي سي ته ویلي، یوه کرۍ شپه یې سترګې تړل شوې او په یوه خونه کې بندي شوی و:

"کله چې یې سهار مهال سترګې را لوڅې کړې، سرتېرو خبرداری را کړ چې دوی له دغه ځای وتلي نه وي، له خونې وتلی نه شم".

"کله چې چورلکې له ځمکې پورته شوې، زه را ووتلم، ومې لیدل چې دوی زما پلار، دوه وروڼه او د تره زوی وژلي دي".

بي بي سي موندلې چې دغو عملیاتو کې د برتانیا ځانګړي ځواکونه هم وو.

په افغانستان کې د برتانوي پوځ پخوانی استخباراتي مامور کریس ګرېن وايي، کله یې هم چې د برتانوي پوځیانو د ناوړه چارو د تورونو پلټلو هڅه کړې، نو مخه یې نیول شوې ده.

"د برتانیا ځانګړي ځواکونه او سرتېري ډېر سخت چلنلار لري، چې عملیاتو او جګړه کې ښکېلېدل یې ورته سخت کړي دي، خو داسې ښکاري چې ځانګړو ځواکونو څومره چې پکار و دا اصول نه دي پلي کړي... زه هغوی مسوولیت منونکي نه بولم".

"کله چې د نورو پلټنو لپاره مخته تلم، نو په مخ کې مې دېوال درول کېده، خو ما یې ریښتونی دلیل ونه موند، هغوی نه ماته د معلوماتو ترلاسه کولو اجازه را کوله او نه یې هم د دې معلوماتو د پټ ساتلو لپاره ډاډمنونکی دلیل درلود".

د کارګر ګوند وړاندیز

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د برتانیا د کارګر ګوند مشر جرمي کوربېن.

په ورته مهال د برتانیا کارګر ګوند مشر جرمي کوربېن او پخوانی لوی څارنوال لرډ مک ډونالډ د دغو شکایتونو د پلټلو لپاره د خپلواکې جرګه ګۍ د جوړولو غوښتنه کوي.

جرمي کوربېن وايي: "زموږ پوځي ځواکونه په مېړانه او ښه توب مشهور دي... خو که داسې تورونه ونه څېړو، د دوی باور او نېک نوم له خطر سره مخ کېږي، په ورته مهال زموږ کورنی او له هېواد بهر زموږ د ځواکونو امنیت هم زیانمنېږي".

په دا مهال د برتانیا د پوځ پخوانی قومندان جنرال ریچارډ ډاناټ خبرداری ور کوي چې باید په دې تړاو ژر قضاوت ونه شي.

د هغه په خبره، که د قانون د خلاف ورزۍ په هکله مدلل شواهد او سندونه وي باید وڅېړل شي، "خو دا باید ډېر ډېر کره وي، په داسې ډول چې زموږ د ځانګړو ځواکونو درناوي ته تاوان ونه رسوي".