
کرزی وايي، د برتانویانو تر ورتګ مخکې د هلمند امنیت ښه و.
په داسې حال کې چې برتانیا کې د افغانستان د سولې د بهیر په تړاو، د پاکستاني، افغاني او برتانوي مشرانو ترمنځ خبرې روانې دي، ولسمشر حامد کرزي له برتانوۍ "ګارډین" ورځپاڼې سره په خبرو کې "بهرنۍ لاسوهونه" د افغانستان لپاره لوی ګواښ بللې ده.
حامد کرزي ویلي، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت پرضد د جنګېدونکو وسله والو طالبانو په پرتله د هېواد د بې ثباتۍ لپاره د بهرنیو قوتونو لاسوهنه خطرناکه ده:
"په افغانستان کې سوله یوازې هغه مهال راتلای شي، چې بهر کې د جګړې هغه پلانوونکي خبرو ته غاړه کېږدي، چې د هېواد د نارامۍ، بې ثباتۍ او جګړې ته لمن وهي او د پخلاینې د خبرو په مخ کې خنډ ګرځي."
حامد کرزي په افغانستان کې د لوېديځو هېوادونو د پوځي حضور په اړه ویلي چې ځواکونه یې "د افغانستان په غلطو ځایونو کې جنګېږي"، چې په وینا یې "د افغانستان هلمند ولایت ته د برتانوي ځواکونو تر ورتګ وړاندې امنیت ښه و. "
د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول حیاتي بڼه لري، خو د دغو دواړو ګاونډیو هېوادونو اړیکي ثابت نه دي.
واشنګټن او کابل اسلام اباد او د پاکستان څارګره اداره د افغانستان په بې ثباته کولو تورنوي، خو پاکستان په دې وروستیو کې ظاهراً د افغان سولې د بهیر د غښتلي کولو په هدف ګڼ طالب بندیان خوشي کړل.
"لوېديځ ځواکونه د افغانستان په غلطو ځایونو کې جنګېږي، د افغانستان هلمند ولایت ته د برتانوي ځواکونو تر ورتګ مخکې امنیت ښه و."
حامد کرزی
په دې لړ کې، د افغانستان د دفاع وزیر په یوه پنځه ورځني سفر پاکستان ته تللی و، او هلته یې د پوځ له مشرانو سره وکتل.
تېروتنې
د برتانیا د سرمشریزې په څنډ، کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، اوس چې بهرني ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي، دوی د هغو تېروتنو بیا تکرارول نه غواړي، چې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د پوځيانو تر وتلو وروسته وشوې.
دی وايي، چې د سره پوځ له وتلو وروسته کورنۍ جګړه پیل شوه.
د برتانیا د لومړي وزیر له قوله هم ویل شوي، چې دغه سرمشریزه ټولو هغو کسانو ته څرګند پیغام دی، چې د سولې له بهیر سره یولاس دي او همدا د پخلاینې وخت دی.
که څه هم د خبرو اصلي ټکی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د سولې د بهیر پیاوړتیا او د پاکستان پر مثبت رول خبرې کول دي، خو پاکستاني ولسمشر تر اوسه د سرمشریزې په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.
دا د پاکستان، افغانستان او برتانیا ترمنځ د افغان سولې په تړاو درېیمه ناسته ده، چې لومړۍ هغه یې په تېر جولای کې کابل او دویمه یې په تېر سپتمبر کې په نیویارک کې جوړې شوې وې.

کرزي ویلي، بهرني ځواکونه هغه تېروتنې نه تکراروي، چې د روسي پوځ تر وتلو وروسته رامنځ ته شوې وې.
په همدې لړ کې، امریکایی لیکوال دویل مکمناس د لاس انجلس ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې لیکلي، چې "ګانګرس د دفاع وزیر په توګه له چاک هېګل څخه یوازې د اسراییلو او عراق د وضعیت په اړه وپوښتل، خو افغانستان کې یې هېڅ پوښتنه ترې ونه کړه، چې د جګړې اصلي ډګر دی."
لیکوال وايي، له افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو د وتلو د چټکتیا په اړه باید خبرې ونه شي، او نه هم هلته د پاتې کېدونکو عسکرو پر شمېر مشورې وشي.
"بې پایه جګړه"
دغه امریکایی لیکوال دا هم وايي، په سپينه ماڼۍ کې د دفاعي چارواکو له خبرو افغانستان کې جګړه ختمېدونکې بلل شوې ده، خو د لیکوال په وینا دا جګړه "نه ختمېدونکې" ده.
لیکوال په دې اند دی، چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان کې جګړه نه ختمېږي؛ ځکه چې په وینا یې وسله والې ډلې د افغان پوځ او پولیسو پرضد جګړه کوي.
مکمناس په دې نظر دی، چې د "حقاني شبکه" ، چې له القاعدې سره نژدې اړیکي لري، شاید د پاکستان او افغانستان پر ګډه پوله لانور ځان پیاوړی کړي.












