افغانستان پر ډیورنډ کرښه د پاکستان "اغزن تار نه مني"

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان حکومت پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له خوا د اغزن مزي تاوولو او د پوځي کوټونو جوړولو ته په غبرګون کې ویلي چې هېڅکله به دغه کار و نه مني.
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال بي سي سي سره خبرو کې وویل "د افغانستان حکومت او خلک پر دغه کرښه هر ډول تحرکات په کلکه ردوي."
نوموړي زیاته کړه "د افغانستان حکومت د کرښې پر سر د هر ډول اقدام جدي څارنه کوي او که په دې برخه کې یوه اړخیزه پرېکړه یا اقدام وشو، د افغانستان به یې پر وړاندې اقدام کوي. "
پاکستان پر دغې څه باندې دوه زره کیلومتره اوږدې لیکې چې افغانستان یې د رسمي پولې په نامه نه پېژني، د تاسیساتو د جوړولو پیل پرون اعلان کړ. د دې ادارې په خبره، دا کار به څو پړاوونو کې بشپړ شي.
د پاکستان د پوځ په وینا کې راغلي، ددغې طرحې لومړي پړاو باجوړ، مومند، خیبر او قبایلي سیمې رانغاړي او له ډیورنډ کرښې سره به نوې څارګري او دفاعي مرکزونه هم جوړ شي.
ـ
داود اعظمي، لندن
پاکستان د پولې کنټرولولو او انتظام په لړ کې څو ګامونه پورته کوي چې مهم یې دا دي.
- د کلاګانو یا وړو چوڼیو جوړول چې ویل کېږي ټول شمېر به یې ۴۲۳ وي. د ډیورنډ کرښې اوږدوالی نژدې ۲۵۰۰ کیلو متره دی. په ډې توګه به پاکستان پر هر شپږ کیلومتره یوه امنیتي کلا جوړوي.
- ازغن تار او کټارې درول- پاکستان له وړاندې څخه لا په یو شمېر سیمو تارونه او کټارې درولې دي.
- د خندقونو کېندل- دا چاره هم ځینو سیمو کې روانه ده
- یو شمېر نوې امنیتي پوستې جوړول او د پیرو ډېرول
- د هوايي څارنې ترڅنګ د حرکت معلومولو حساسو کمرو او رادارونو نصبول او ډېرول
ـ
افغان حکومت د تېر په څېر وايي چې دا پلان د "ترهګرۍ" ضد مبارزه کې مرسته نه کوي.
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ازغن تار یا کټارې غځولو پر ځای غوره دا ده چې د ترهګرو د روزنې، تمویل او ملاتړ مرکزونه له منځه یووړل شي.
"هر هغه ګام چې د ترهګرۍ د ځپلو په پلمه له افغان حکومت سره له مشورې او خوښې پرته کېږي نتیجه نه ور کوي".
افغان حکومت څو میاشتې مخکې هم د پاکستان پر دغه پلان اعتراض کړی و او ویل یې کټاره غځول له "ډیورنډ کرښې تړون" سرغړونه ده.
د پاکستان پوځ وایي، د کټارې غځولو دویم پړاو بلوچستان کې پیلوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان حکومت په دې باور دی چې دغه کټاره غځول یوازې د دواړو خواوو د خلکو ترمنځ بېلتون راولي.
افغان حکومت له پاکستان سره ډیورنډ کرښه چې ۲۴۰۰ کیلومتره اوږده ده، په رسمیت نه پېژني او وايي، دغه تړون باور نه لري، چې پر ۱۸۹۳ کال پخواني افغان واکمن امیر عبدالرحمان خان او د برتانوي هند د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر سر مور تیمور ډیورنډ تر منځ شوی و.









