"د پاکستان او افغانستان پوځیان، استخباراتي او حکومتي چارواکي دې خبرو ته کښېني"

د عکس سرچینه، ARG
کابل ته د سفر په ترڅ کې د پاکستان د پارلمان مشر سردار ایاز صادق افغان چارواکو سره له لیدو وروسته وړاندیز کړی چې د دواړو هېوادونو ملکي او پوځي چارواکي دې سره خبرو ته سره کښېني.
له ولسمشر محمد اشرف غني، د افغانستان د ملي شورا له مشرانو او یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو سره تر کتنو وروسته ښاغلي صادق نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، دلته د اړیکو یوه نوي پیل لپاره راغلي چې کابل او اسلام اباد تېر هېر کړي او په ګډه مخته ولاړ شي.
د پاکستان دا ګڼ ګوندیز پلاوی داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ سیاسي اړیکي ترینګلي شوي چې تر هر بل وخت ډېر یې، افغان کډوالو او سوداګرۍ ته زیان اړولی دی.
ښاغلي صادق چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ولسمشر اشرف غني په بلنه افغانستان ته تللی ویلي، له افغان مشرانو سره یې د ترهګرۍ پرضد مبارزې، اقتصادي اړیکو او د کابل او اسلام اباد پر اندېښنو او سرحدي مسایلو یې خبرې کړي دي.
یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل چې په دې ناسته کې د ترهګرۍ د ملاتړ او له افغانستان سره د پاکستان له خوا د پولې د تړلو د مسلې پر سر ولسمشر غني له پاکستاني پلاوي سره بربنډې خبرې کړي.

د عکس سرچینه، ARG
په کتنه کې پر دې خبرې شوي چې د پولې له بندېدو سره کوم هېواد ته ډېر اقتصادي تاوان اوښتی او داسې خوځښتونه باید د سیاسي فشار په توګه ونه کارول شي.
د پاکستان د پارلمان رییس وايي: "موږ د پارلمان غړي یوو، موږ د ستونزو د حل لپاره د خبرو او مذاکرې پر هنر باور لرو. موږ نه غواړو دلته کومه ژمنه وکړو، خو همدا چې بېرته پاکستان ته لاړشو، نو له افغان چارواکو سره د ناستو پایلو ته په کتو خپل وړاندیزونه خپل حکومت سره شریک کړو. "
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، داسې کتنو کې د دواړو خواوو ترمنځ د باور فضا رامنځته کېږي او دواړه هېوادونو ته د متوجه ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې همغږۍ سره مرسته کولی شي.
ښاغلی صادق وايي ارزونه یې دا ده چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ښه کېدو لپاره د پوځي او ملکي چارواکو ناستو ته اړتیا ده. دی وايي: "فکر کوم وړاندیز به مې دا وي چې د دواړو هېوادونو پوځیان، استخباراتي چارواکي، او حکومتي مشران باید سره خبرو ته کېنو."
ویل کېږي دغې ناستې کې پاکستاني پلاوي افغان لوري ته ډاډ ورکړی چې ملکي حکومت یې د پخوانیو ناسمو تګلارو طرفدار نه دی او غواړي د افغانستان باور ترلاسه کړي. افغان لوري بیا د وخت پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له فرصتونو باید ګټه واخیستل شي.

د عکس سرچینه، ARG
ښاغلي صادق وویل، د دې پلاوي ټول هدف دا و چې واوري افغانستان له پاکستان نه څه اندېښنې لري او همداراز دوی ته د پاکستاني لوري اندېښنې هم مخې ته کېږدي.
د پاکستان د پارلمان مشر وویل، د افغانستان له چارواکو سره یې رغوونکې ناستې لرلې او دوی هم درک کړې چې له اسلام اباد نه دغه راغلی پلاوی رېښتونی دی او دا ځانګړی ګام دی چې دا ځل یې د پاکستان پارلمان پورته کوي.
ښاغلي صادق زیاته کړه، په دغه پلاوي کې د پاکستان د ټولو ګوندونو او ایالتونو استازي او د کابینې وزیران شامل دي او ترټولو پیاوړی پلاوی دی چې د پاکستان په استازیتوب سفر کوي.
هغه وویل، هیله یې دا ده چې دا ځل پارلمان وکولی شي د اړیکو په ښه کولو کې بریالی شي.
د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو سوړوالي په لړ کې د پاکستان دغه لوړپوړي پارلماني پلاوی پرون په یوه دوه ورځني سفر کابل ته راغی او ټاکل شوې نن ماښام د افغانستان د حکومت له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره هم وګوري.








