۵۵ کلن ښوونځی لا هم خپله وداني نه لري

    • Author, غزا نور
    • دنده, بي بي سي

د کاپیسا مرکز محمود راقي ته څېرمه په قلعجه کې امام حسن ښوونځی خپله وداني نه لري. د کرایه شوې ورانې او زړې ودانۍ په انګړ کې یې د څلور ټولګيو زدکوونکي په سړه هوا او په انګړ کې پر زاړه ګردجن ټغر ناست دي او تورې تختې ته ګوي، چې دېوال ته درېدلې ده.

د دوی له ډلې محمد ایوب وايي، کله چې باران شي، نو کور ته ځي: "مکتب ښه دی، درس ښه دی، خو تخته، فرش او نور شیان پخپله اخلو".

د امام حسن ښوونځي سر ښوونکي مسجدي خان د دې ښوونځي د جوړېدلو پر دویم کال دلته په لومړي ټولګي کې داخله اخیستې وه.

"دا ښوونځی په کال ۱۳۴۰ کال تاسیس شوی، زه خپله یو له هغو زدکوونکو یم چې پر کال ۱۳۴۴ د دغه ښوونځي په لومړي ټولګي کې شامل شوم، خو د چارواکو د ناپاملرنې له امله تراوسه په همغه شکل دی وداني نه لري".

نوموړی وايي، دا ښوونځی د کاپیسا د ښوونیزو ادارو د پلار حیثیت لري، خو چې وداني نه لري د زدکوونکو په حق کې یې لویه جفا ده.

په دغه ښونځي کې یو بل خدمتي ښوونکی عزیز رحمان وايي، دا ښوونځی کله د کرایې په یوه کور کله په بل کې وي، خونې یې درس ته جوړې نه وي او یا هم کمې وي.

: "تاسو وینئ چې یو استاد زدکوونکو ته درس ور کوي، بل استاد یې له څنګ تېرېږي، په خپلو سترګو وینئ چې لار او ټولګی سره توپیر نه لري".

په کاپیسا کې ځايي چارواکي وایي، د دغه ولایت په ۲۷۹ ښوونځیو کې ۱۱۰ یې خپلې ودانۍ نه لري چې دواړه د ۵۰ زرو نجونو په ګډون ۱۶۰ زره زدکوونکي لري.

د پوهنې وزارت د خپرونو رییس کبیر حقمل وايي، چې د کاپیسا د حضرت امام حسن ښوونځي په څېر نورې ډېرې ښوونیزې ادارې شته چې لسیزې مخکې تاسیس شوې خو خپلې ودانۍ نه لري.

"د هغو شمېرو له مخې چې موږ یې د سلنې له مخې حسابوو، تر پنځوس سلنې یا تر هغه زیات شونځي خپلې ودانۍ نه لری، په بله ژبه تر اته نیمو یا نهو زرو ښوونځي بې ودانیو دي یا یې ودانۍ بیا رغونې ته اړتیا لري".

کبیر حقمل وايي، د پوهنې وزارت هر کال له پنځو سوو تر زرو پورې نوي ښوونځي تاسیسوي، چې دغه ښوونځي هم ودانیو ته اړتیا لري: " که اوس د خپلې اړتیا پوره کولو خبره کوو شاوخوا تر نهو زرو پورې ودانۍ باید جوړې کړو".

د هغه په خبره، که د هر ښوونځي وداني دوه لکه یا دوه نیم لکه ډالره بودیجه وغواړي نو میلیاردونو ډالرو ته اړتیا ده چې دا مهال د افغان حکومت له وس وتلې خبره ده.

پر کاپیسا سربېره ډیری ولایتونو کې نیمايي او لا هم له نیمايي ډېر ښوونځي خپلې ودانۍ نه لري.

ځینې نړیوالې ادارې د افغانستان د پوهنې وزارت په سیستم کې د پراخ فساد خبره کوی، ولسي جرګې هم په وروستیو کې د پوهنې له وزیر د بودیجې د نه لګولو په دلیل د باور رایه واخیسته.