تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان سړکونه د خرابېدو په حال کې دي
له ۲۰۰۲ م کال راهیسې بیا تر اوسه د امریکا متحده الاتو په افغانستان کې د سړک جوړونې په برخه کې ۲،۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
د مرستې دا شمېرې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا پلټونکې ډلې "سیګار" ورکړې دي او په خپل تازه راپور کې وايې چې په افغانستان کې د سړکونو کیفیت هم ټیټ دی.
د افغانستان د ټولګټو وزارت مرستیال عبدالرحمن صلاحي وايي، په وروستیو کلونو کې د افغانستان جوړ شوي حلقوي سړکونه ۴۰ سلنه بېرته بېرته د ویجاړېدو په حال کې دي.
ښاغلي صلاحي بي بي سي ته وویل، د ویجاړېدو لامل د دولت د مخالفانو له لوري د ماینونو ځای پرځای کول او د هغو ډېرو بار وړونکو موټرو تګ راتګ دی چې پرې د تېرېدو اجازه نه لري.
دده په وینا، دولت په هېواد کې د سړکونو ارزونه پیل کړې ده.
صلاحي زیاتوي، د بېلګې په توګه، د کابل - کندهار ۱۷۰ کیلومتره لویه لار په ډېر ناوړه حالت کې ده، ۱۹۰ کیلومتره یې په متوسط حالت او نوره ښه ده.
د کابل - کندهار لویه لار شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
دی وايي، دولت د خرابو شویو سړکونو د ترمیمولو پلان لري.
د امریکا کابو ۳ میلیارد ډالره مرسته
د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا پلټونکې ډلې "سیګار" ادارې پخپل راپور کې ویلي، له ۲۰۰۲ کال راهیسې ټر اوسه نژدې ۲٫۸ میلیارد ډالر د افغانستان پر سړک جوړونې لګول شوي.
ددغې ادارې په وینا، نژدې ۱۵۴ میلیون ډالر نور د ټولګټو وزارت د ظرفیت جوړونې او د سړک جوړونې پر نورو اړونو پروګرامونو لګول شوي.
دغه اداره زیاتوي، د امریکا په همکارۍ له ۱۶۴۰ کیلومتره جوړ شوي سړک څخه شاوخوا ۲۲ یې کریړ شوي دي، چې ډېری سړکونه څارنې ته اړتیا لري.
یاده اداره وايي، د ټولګټو وزارت د معلوماتو پربنسټ، د افغانستان ۲۰ سلنه سړکونه خراب شوي او نور په بد حالت کې دي.
په افغانستان کې د ټول ټال کریړ شویو سړکونو اندازه شاوخوا ۸۵۰۰ کیلومترو ته رسېږي، چې ۳۰۰۰ کیلومتره یې حقلوي سړک دی، چې نژدې ۱۴ ولایتونه سره نښلوي.
خو په وروستیو کلونو کې د افغان دولت پر هڅو سربېره، تر اوسه د حلقوي سړک پر نښلولو نه دی توانېدلی.
د شمېرو له مخې، د افغانستان په کلیوالو سیمو کې شاوخوا ۸۶ زره کیلومتره سړکونه کریړ شوي دي.
سیګار وايي، د افغانستان د سړکونو جوړولو لپاره ۸ میلیاردو نورو ډالرو ته اړتیا ده.