تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د نشه يي توکو تولید ۴۳ سلنه ډېر شوی
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د تېر کال په پرتله په ۲۰۱۶ کې د مخدره توکو د تولید کچه په بیساري ډول لوړه شوې ده.
په ۲۰۱۶ کال کې په ټول افغانستان کې ۴۸۰۰ متریک ټنه تریاک تولید اټکل شوی دی چې د تېر کال همدې مودې په پرتله ۴۳ سلنه لوړوالی ښيي.
چارواکي ددغه زیاتوالي لاملونه نا امنۍ، د مخدره توکو د مخنیوي په برخه کې د بهرنیو مرستو نه ور رسېدل او د تېر کال په پرتله د ګرمۍ موسم ژر را رسېدل د مخدره توکو د تولید د لوړېدو اصلي لاملونه په ګوته کړل.
په افغانستان کې یواځې ۴۸۰۰ ټنه تریاک تولید شوي خو امنیتي ځواکونه یې یواځې د څه باندې دوه سوه ټنو په نیولو بریالي شوي دي، چې ددغې شمېر شاوخوا پنځه سلنه جوړوي.
له مخدره توکو سره د مبارزې افغان وزارت د ملګرو ملتونو او کورنیو چارو وزرات یوه نوې ګډه سروې ښيي چې په ټول افغانستان کې پر دوه لکه او زر هکټاره ځمکې کوکنار کرل شوي دي او زرګونه ټنه تریاک هم ترې ترلاسه شوي.
له مخدره موادو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي وايي:
''اټګل دی چې په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د تریاکو د تولید کچه ۴۸۰۰ ټنو ته رسیږي او د تېر کال په پرتله ۴۳ سلنه ډېروالی ښيي.''
آغلې عظمي زیانوي سږ کال د تریاکو حاصل هم د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزرات مرستیال بازمحمد احمدي وايي دوی تر ډېره هڅه کړې چې د مخدره موادو د تولیدونکو او قاچاق وړونکو مخه ونیسي:
''د ۱۳۹۵ کال په اوو میاشتو کې په ټول هېواد کې شاخوا ۱۲۶۳ لوی او واړه عملیات تر سره شوي دي. چې په پایله کې یې ۱۴۰۸ تنه د لویې او کوچنۍ کچې قاچاق وړونکي نیول شوي دي. او د قانون منګولو ته مو سپارلي دي.''
په ټوله کې په جنوب، ختیځ او لویدیځ زونونو کې د مخدره بوټو کرکېله او د مخدره توکو تولید لوړ بلل شوی دی. خو په یو شمېر شمالي ولایتونو کې هم دغه شمېره ده د نورو کلونو په پرتله لوړه شوې ده.
په ملګرو ملتونو کې له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې مشر اندری اوتیسیان په دې هکله خپله اندېښنه ښکاره کوي: ''دا یوه ډېره خواشینونکې مسله ده چې موږ په شمال کې د کوکنارو د کرکیلې د زیاتېدو شاهدان یو. او ښايي لامل یې هم په وروستیو کې په شمال کې وروستۍ نا امنۍ وي.''
له مخدره توکو سره د مبارزې وزارت وايي د هېواد په اوو ولایتونو کې د مخدره توکو د بشپړ له منځه وړلو پروګرام پلی شوی چې د تېر کال په پرتله ۹۱ سلنه کموالی پکې لیدل کیږي.