د نړۍ تر ټولو "غمجن" فیل د فیلیپین په یوه ژوبڼ کې ومړ

Mali Philippines elephant

د عکس سرچینه، Getty Images

د نړۍ تر ټولو غمجن فیل د فیلیپین په مانیلا ژوبڼ کې ومړ. هغه د دې ژوبڼ یوازینی فیل و.

مالي څلور لسیزې د دې ژوبڼ ستوری و او خورا ډېر مینه وال یې لیدو ته راتلل.

مالي پرون سه شنبه په ژوبڼ کې مړ شوی. مړینه یې د مانیلا ښاروال هني لاکونا له خوا پر فسبوک یوه ویډیو کې اعلان شوه.

نوموړي ویلي، ژوبڼ ته د مالي لیدو لپاره تګ یې د ماشومتوب تر ټولو خوږ یادګار دی.

د ژوبڼ مشر وترنر ډاکټر هاینریش پاتریک پنیا-دومینگو ویلي: "تېره جمعه دا اسيايی فیل سخت حالت کې لیدل شوی، چې خپل خرطوم یې په دیوال پورې سولاوه، دا په دې مانا چې د درد په حالت کې و."

نوموړي زیاته کړې: "د سه شنبې په سهار مالي په اړخ اوږد غځېدلی و او په ډېرې چټکۍ یې ساه اخیسته. ډاکټرانو ورته انتي هستامین او ویټامین ورکړل، خو هغه د همغې ورځې پر ماسپښین مړ شو."

له معاینې وروسته معالومه شوې، چې مالي سرطان و او د بدن ځینې رګونه یې بند شوي و.

مالي چې بشپړ نوم یې ویشوا مالي و، په ۱۹۸۱ کال کې د سریلانکا د حکومت له خوا د فیلیپین پخوانۍ لومړۍ مېرمن امیلډا مارکوس ته ډالۍ شوی و. هغه مهال مالي ۱۱ میاشتنی و.

Mali Philippines elephant

د عکس سرچینه، Getty Images

مانیلا د شیوا په نامه د یوه بل فیل کور هم و، هغه په ۱۹۷۷ کې راوستل شوی و او په ۱۹۹۰ کې مړ شو.

مالي له هغه وخت راهیسې د ژوبڼ یوازینی فیل پاتې شوی.

د کورونا وبا پر مهال د مانیلا ژوبڼ ماشومانو لپاره د واکسین کولو ځای و، هغه ځای چې مالي به دا ماشومان بوخت ساتل.

د حیواناتو د حقونو فعالانو په مانیلا ژوبڼ کې پر نا مناسبه شرایطو نیوکې کړي، او ویلي یې دي چې ساتونکي یې مالي ته د مناسبې روغتیايي پاملرنې په برابرولو کې پاتې راغلي.

له دې نیوکو سربېره هم د ژوبڼ مسولینو استدلال کاوه چې، فیلان په ښه ډول ساتل کېږي او پام ورته کېږي.

دغو فعالینو ټینګار کاوه چې مالي دې خوندي پټنځای ته واستول شي.

پر اېکس پاڼه هم د مالي د مړینې په تړاو خلکو خپله خواخوږي او خپګان څرګند کړی.

Mali Philippines elephant

د عکس سرچینه، Getty Images

یوه کاروونکي چې ۱۱ کاله مخکې یې مالي ژوبڼ کې لیدلی و لیکلي: "کله چې تاسې مالي له نږدې ووینئ نو احساس به کړئ چې هغه څومره یوازې دی. دې حالت زما زړه مات کړ. او اوس مې واورېدل چې هغه مړ شو."

یوه بل کاروونکي لیکلي: "د مالي په اړه خواشینی یم، دلته په فیلیپین کې مشهور فیلان مړه شوي، هیله لرم چې نور یو فیل هم په ژوبڼ کې بندي نه کړل شي."

د چارشنبې پر ورځ د مانیلا ښاروال خبریالانو ته وویل، د سریلانکا له حکومته به غوښتنه وکړي چې، فیلیپین ته یوه بل فیل ورکړي.

د مالي د اوږدې مودې ساتونکي د هغه په مرګ ژړل او ویل یي" سره له دې چې مالي اوږده موده په ژوبڼ کې ساتل شوی خو پټنځای ته د هغه استول هېڅکله په پام کې نه و نیول شوي."

مېرمن لاکونا چې خپګان یې له غږه له ورایه ښکارېده وویل: "هغه به یوازې ښکارېده خو مونږ ټول ورسره وو."

نوموړې زیاته کړې: "دلته چې هر څوک مانیلا ژوبڼ ته راغلي وي، نو مالي به خامخا سلام ورته کړی وي. هغه زمونږ د ټولو د ژوند یوه برخه ده."