د فیل بچی له زیږون څو ګړۍ وروسته وګرځېد
د یوه داسې اسیایي فیل انځورونه اخیستل شوي چې تر زیږون څو ګړۍ وروسته پر پښو دردېدلی او ګرځېدلی دی. بریتانیا کې د ویپسنېډ ژوبڼ ساتونکو دا د هغو فیلانو نسل ته د یوې لویې بریا ګام ګڼلی چې نسل یې له ورکېدو سره مخامخ دی. تر اوسه نوم پرې نه دی اېښودل شوی، خو ژوبڼ کې یې خوسکی بولي او د مور وضعیت یې ښه دی.