د جاپان هرو لسو کسانو کې یو یې اوس ۸۰ یا تر دې لوړ عمر لري

جاپان :ې د لوړ عمر لرونکي خلک

د عکس سرچینه، Getty Images

په لومړي ځل په جاپان کې له هرو لسو وګړو یو یې اوس اتیا کلن یا تر دې ډېر عمر لري. د جاپان د معلوماتو ملي ادارې شمېرې دا هم ښیې چې د ۱۲۵ میلیونه وګړو له ډلې ۲۹ اعشاریه یو سلنه یې تر ۶۵ کلونو ډېر عمر لري.

جاپان په نړۍ کې د ز‎ېږون تر ټولو ټیټه کچه لري او له اوږدې مودې راهیسې له دې سره مبارزه کوي چې څنګه د لوړ عمر لرونکو ته اسانتیاوې چمتو کړي.

دغه هېواد په نړۍ کې تر ټولو زاړه وګړي لري.

دا تناسب په ایټالیا کې ۲۵.۵ سلنه او په فنلنډ کې ۲۳ اعشاریه شپږ سلنه دی، چې په ترتیب سره دویم او درېیم ځای لري.

په جاپان کې، د وګړو او ټولنیز امنیت څېړنې ملي انسټیټیوټ په وینا، تمه کېږي چې په ۲۰۴۰ کال کې به تر ۶۵ کلونو د لوړ عمر لرونکو کسانو شمېر تر ۳۴ اعشاریه اته ته ورسېږي.

جاپان چې د نړۍ له سترو اقتصادونو شمېرل کېږي، د هغو کارګرانو شمېر په کې چې عمرونه یې تر ۶۵ کلونو لوړ دي، ۱۳ سلنه جوړوي.

خو دې کار د دغه هېواد د ټولنیز امنیت لګښتونو بار کمولو لپاره لږ څه کړي دي. د همدې لګښتونو له کبله جاپان د راتلونکي مالي کال لپاره ریکارډ بودیجه تصویب کړه.

د جاپان د ګاونډیو په ګډون په ډېری هېوادونو کې د زېږون کچه ټیټه ده، خو دغه ستونزه په ځانګړې توګه په جاپان کې ډېره جدي بلل کېږي.

د اټکل له مخې په دغه هېواد کې تېر کال له اته سوه زرو څخه کم ماشومان زېږېدلي، چې دا په دې هېواد کې د نولسمې پېړۍ تر ټولو ټیټه ثبت شوې شمېره ده.

په ۱۹۷۰ لسیزه کې، دا شمېره له دوه میلیونو څخه زیاته وه.

په اسیا کې ځینې نور هېوادونه هم د نویو زېږېدلو ماشومانو او لوړ عمر لرونکو وګړو له ننګونو سره مخ دي.

پروسږکال، د چین د وګړو شمېر له ۱۹۶۱ کال راهیسې په لومړي ځل کم شوی، په داسې حال کې چې سویلي کوریا په نړۍ کې د زېږون تر ټولو ټیټې کچې راپور ورکړی دی.