افغانستان کې د ډېر عمر وګړو کړاونه
د ځینو شمېرو له مخې افغانستان نړۍ کې په عمر مشرانو تر ټولو کم شمېر لري، او يوازې شاوخوا ۳ سلنه یې له ۶۵ کلنۍ لوړ دي.
دغه هېواد کې د ژوند منځنۍ کچه هم ۶۵ کاله بلل کېږي. خو د پرله پسې جګړو او ناراميو له امله په عمر مشرانو لپاره د ژوند سختۍ او کړکېچ پرله پسې په زياتېدو دی، او د پالنې چارې يې نه دي ښې شوې.
اوس بيا يو افغان ډاکټر خپل ټاټوبي کې دغسې خلکو لپاره وړيا پالنه او درملنه برابروي.