ولې ښځې تر سړیو ډېر ژوند کوي؟

د نیپال په ګډون په نړۍ کې ښځې تر سړیو د ښځو د عمر اوسط لوړ دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نیپال په ګډون په نړۍ کې ښځې تر سړیو د ښځو د عمر اوسط لوړ دی

په ګرده نړۍ کې په اوسط ډول ښځې تر سړیو ډېر ژوند کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۱۶ کال د راپور له مخې، په نړۍ کې د ولادت پرمهال اټکلي اوسط عمر ۷۲ کاله دی.

خو که دا اوسط پر جنډر ووېشو، ښځو ته په کې ۷۴ کاله او دوې میاشتې رسېږي، خو سړي بیا ۶۹ کاله او اته میاشتې ترلاسه کوي.

د سړیو پرتله په ښځو کې د سل کلنۍ د عمر لمانځل ډېر دود دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سړیو پرتله په ښځو کې د سل کلنۍ د عمر لمانځل ډېر دود دي

په امریکا کې د ۲۰۱۰ کا د سرشمېرنې له مخې، ۵۳۳۶۴ کسانو تر سلو کلونو ډېر عمر کړی و، چې یوازې ۹۱۶۲ پکې سړي او ۴۴۲۰۲ یې ښځې وې.

نو ولې ښځې تر سړیو ډېر ژوند کوي؟ څه شي دا ځانګړتیا ورکړې ده؟

راځئ چې درې لاملونه یې وڅېړو:

۱- جنونه

اوسمهال د ۴۰ هېوادونو د انساني مړینې معلومات راخیستل شوي، چې له ۱۷۵۱ تر ۱۸۱۶ کال پورې د سویډن او فرانسې معلومات پکې راغونډ شوي، خو د جاپان او روسیې په څېر هېوادونو په اړه - د شلمې پېړۍ له نیمايي پرته - نور معلومات په کې نه شته.

په ټولو هېوادونو کې هر کال راغونډ شوي توکبنسټ (ډېټابېس) په ډاګه کوي چې د سړیو پرتله د ښځو اوسط عمر ډېر وي.

ښځې د X کروموزوم دوې ټولګې لري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښځې د X کروموزوم دوې ټولګې لري

ښکاري چې سړي له پیله د هغوی د جنیټیکي جوړښت له اړخه داسې جوړ شوي.

جنین

په لندن کې د رویال پوهنتون پروفیسر ډېوېډ جیمز وايي: "ښځینه جنین د نرینه جنین پرتله ډېر مري."

د جنست ټاکلو کروموزوم هم په دې کې یو احتمالي لامل ګڼل کېدای شي.

ښځې xx کروموزوم لري، حال دا چې سړي xy کروموزوم لري، او په دغو کروموزومونو کې جنین دي.

په x کروموزوم کې ګڼ داسې مرستندویه جنین شته چې تاسو یې له کبله ژوندي پاتېدای شئ.

نارینه مرغان د x کروموزوم دوې ټولګې لري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نارینه مرغان د x کروموزوم دوې ټولګې لري

ډیویډ جیمز بي بي سي ته وویل: "که په x کروموزوم کې له نیمګړتیا ځورېږئ، نو تاسو د یوې ښځې په توګه یو احتیاطي شاتړ لرئ، چې د سړو برعکس دوی شاتړی نه لري."

د اکسیټر پوهنتون استاده لورنا هاریس وايي: "نارینه جنین د میندوارۍ په وروستیو ورځو کې په سلو کې له ۲۰ تر ۳۰ پورې له مړینې سره مخامخېږي. همدارنګه په سلو کې ۱۴ له وخت مخکې ډېر مري، نارینه زیږېدونکي ماشومان غالباً لوی وي، چې د زیږېدو پرمهال ډېر ټپي کېږي."

د مرغانو نړۍ کې، نارینه له دوو x کروموزومونو جوړېږي، چې تر ښځو ډېر عمر کوي.

۲- هورمونونه

د زلمیتوب په عمر کې، هلکان او نجونې د هورموني بدلون له کبله د بلوغ پړاو ته اوړي.

بدن لویوونکی او قوي کوونکی ټسټوسټیرون هورمون تر ډېره د نروالي د صفتونو مسؤولیت لري - لکه د غږ ډبلوالی او د سینې د وېښتانو وده.

د ټسټوسټیرون هورمون د کچې لوړالي سره سړیو کې د مړینې کچه لوړېږي، په تېره بیا د زلمیتوب وروستي پړاو کې.

کارپوهان وايي، ښايي لامل یې دا وي چې سړي تر ډېره لوړ خطر لرونکو فعالیتونو ته مخه کوي، لکه جګړه، په چټکۍ د بایسکل او موټر چلول او یا هم ان ځانوژنه.

څو کاله وړاندې، یوه کوریايي څېړونکي هان ۰ نام پارک په نولسمه پېړۍ کې د کوریا "چوسون" شاهي کورنۍ د امپراتورۍ د ژوند اړوند معلومات وڅېړل.

دغه څېړونکي د هغو ۸۱ "خصي" شویو جزییات وڅېړل بلوغ ته تر رسېدا وړاندې ترې "خوټې" شنډې کړې وې.

په جګړو او شخړمنو سیمو کې د ښځو پرتله نارینه ډېر مري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په جګړو او شخړمنو سیمو کې د ښځو پرتله نارینه ډېر مري

نوموړی دې پایلې ته ورسېد چې دغو خصي شویو کسانو په قصر کې د نورو نا خصي شویو کسانو پرتله په اوسط ۵۰ کلونو کې شاوخوا ۷۰ کلونه عمر وکړ.

ان درې خصي شویو یې د عمر سلمه کلیزه هم ولمانلځه.

که څه هم ددغو توپیرونو په څېر د نورو خصي شویو کسانو په اړه څېړنو ورته پایلې نه دي ورکړې، خو په عمومي ډول ښکاري چې خصي شوي انسانان (او حیوانات) اوږد عمر لري.

اسټروجین هورمون ته په ښځو کې د "انټیزایډنټ antioxidant " په بڼه د جنسي لېوالتیا د مسؤول په توګه کتل کېږي، په دې معنی چې د ښځو اسټروجین هورمون له کیمیاوي اړخه صفا کوي چې د ژونکو د بې کاره کېدو لامل ګرځي.

پر حیواناتو ترسره شویو څېړنو موندلې چې - د سړو برعکس - هغه ښځې چې د اسټروجین هورمون کې نیمګړتیا لري، د هغو ښځو پرتله لږ ژوند کوي چې دا ستونزه نه لري.

اسټروجین هورمون په ښځو کې د سکس مسؤولیت لري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسټروجین هورمون په ښځو کې د سکس مسؤولیت لري

اسټروجین همدارنګه له مضر کولیسټرول نه د خلاصون عملیه هم اسانوي، چې په دې سره د زړه د ناروغۍ پرضد حمایت ډېروي.

۳- نیواک او کړه وړ

په جنګي سیمو کې، د سړیو اوسط عمر کمېږي.

خو په هغو سیمو کې چې روغتیايي پاملرنه کمه ده، ځینې ښځې د زیږون پرمهال مري.

د نشې کولو، شراب څښلو او زښت ډېرې ډوډۍ خوړلو په څېر ځینې نور عوامل هم شته له یوه هېواده تر بله د دواړو جنسونو ترمنځ د عمر د توپیر په ډاګه کوي.

د بېلګې په توګه، ښکاري چې د روسانو سړي شاوخوا ۱۳ کلونه کم عمر کوي، چې لامل یې د شرابو ډېر څښل په ګوته شوي.

اوږد عمر خو غیر صحي

خو د ښځې دا برتري بشپړه نه ده؛ که څه هم ښځې ډېر ژوند کوي، خو هغوی د سړو پرتله ډېرې په ناروغیو اخته کېږي، په تېره بیا د لوړ عمر لرونکې.

ښځې تر سړیو ډېرې ډاکټر ته مراجعه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښځې تر سړیو ډېرې ډاکټر ته مراجعه کوي

په بېلابېلو هېوادونو کې د ۱۶ او ۶۰ کلونو ترمنځ عمر لرونکې ښځې په همدې عمر کې د سړو پرتله ډېرې ډاکټر ته تګ ته لېواله وي.

د الاباما پوهنتون سټیفن اېن او کاتلین اي فیشر د ژوو طبابت اړوند "سېل پرېس ژورنال" کې خپره شوې، وايي: "په لوېدیځو ټولنو کې، ښځې تر ډېره ډاکټرانو ته ورځي، ډېرې ګولۍ خوري او له کاله ډېره ناسوبه کېږي، د روغتیايي لاملونو له کبله تر سړو ډېرې شپې په روغتونونو کې تېروي."

دغو دواړو څېړونکو د بنګله دېش، چین، مصر، ګواتیمالا، هند، اندونیزا، جامایکا، مالیزیا، مکسیکو، فلیپین، تایلنډ او تونس په څېر هېوادونو کې د سړو په پرتله ښځې په لوړه کچه په لوړ عمر کې له ډېرو جسمي سختیو سره مخامخېږي.

تشه ډکېږي

تازه څېړنې ښيي چې په اوسط عمر کې د نر او ښځې ترمنځ توپیر به په نژدې راتلونکې کې کم شي.

په برتانیا کې به دوو راتلونکو لسیزو ک د نر او ښځې د اوسط عمر ترمنځ توپیر کم شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په برتانیا کې به دوو راتلونکو لسیزو ک د نر او ښځې د اوسط عمر ترمنځ توپیر کم شي.

په لندن کې د امپریال پوهنتون څېړنه وايي، د ښځې او سړي د عمر ترمنځ توپیر به په برتانیا کې د ۲۰۳۰ کال تر رارسېدو پورې یوازې یو کال او نهه میاشتې شي.

د وګړو د سرشمېرنې ملي ادارې پربنسټ، اټکل دی چې په دې هېواد کې زیږېدونکي هلکان به ۷۹ کاله او دوې میاشتې عمرونه ولري، حال ده چې نجونې به ۸۲ کاله او نهه میاشت ژوند وکړي.

په یوه بله څېړنه کې چې د "کاس" سوداګریز ښوونځي استاذ لیز مایهو یې مشري کوله، راغلي چې تر ۲۰۳۰ کاله به د ښځو او سړو عمرونه سره نژدې شي.

د برتانیا "ګارډین" ورځپاڼې د مایهو له خولې ویلي "د تمباکو او شرابو عموماً لږ کارول تر ډېره له سړیو سره مرسته کړې؛ ځکه چې دوی تر ښځو ډېر شراب څښلو او نشې کولو ته مایله دي. همدارنګه موږ د ښځو پرتله په سړیو کې د زړه د ناروغۍ ډېرې خپرېدنې د مخنیوي لپاره پراخ ګامونه اخیستي."

په هغو هېوادونو کې چې د ترافیکي پېښو له کبله مړینه پکې کمه شوې، نو د سړیو د عمر له اوږدېدو سره مرسته کولی شي.