د ټوېټر نوې اجرایه مشره: ټوېټر به د اطلاعاتو "کره او رښتیني سرچینه" وي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټوېتر ټولنیزې شبکې نوې اجرایه مشرې لېنډا کارینو د اېلون مسک پر ځای د خپل کار له پیلولو یوه اونۍ وروسته، د دغې شبکې په اړه خپله طرحه وړاندې کړه.
نوموړې ویلي "په ماموریت کې به یې یاده ټولنیزه شبکه د نړۍ تر ټولو کره او د رښتیني مالوماتو سرچینه وي."
وروسته له هغې چې تېر کال ایلون مسک ټوېټر وپېره، ناسمو اطلاعاتو پر وړاندې د خپل ناسم چلن له امله سختو نیوکو سره مخ شو.
تېره میاشت یاد شرکت خپل باور او خوندیتوب له لاسه ورکړ او اروپايي ټولنه کې د ناسمو اطلاعاتو له کوډ وایستل شو.
مېرمن کارینو په یو لړ ټوېټونو کې چې د دغه شرکت کارکوونکو ته هم اېمیل کې استول شوي و، د ښاغلي مسک هدف چې ویلي یې و ټوېټر باید "د نړۍ عمومي فضا" بدله کړي تکرار کړه.
هغې وویل، "دا به مرسته وکړي چې د هغو څیزونو په اړه چې مونږ ته مهم دي د غیر فلتر شویو مالوماتو تبادلې او ازادو خبرو اترو له لارې بشري تمدن ته وده ورکړي."
ښاغلی مسک چې ځان "د بیان ازادۍ بشپړ پلوی" یادوي د ټوېټر پر پخوانۍ منځپانګې نیوکې کړي.
نوموړی وايي، ټوېټر باید د بیان ازادۍ رښتینی ځای وي.
د ښي اړخو د ټوېټر حسابونو بیا پرانیستلو برخه کې د هغې اقدامات او د ټوېټر په محتوا کې ځینې بدلونونه د دې لامل شو چې کاروونکي یې کم او د یاد شرکت عواید راټیټ شي.
د رپوټونو له مخې، ډسمبر میاشت کې د یاد شرکت عواید د تېر کال پرته ۴۰ سلنه راکم شوي دي.
تېر کال ایلون مسک په ۴۴ میلیارده ډالرو د ټوېټر له پېرلو وروسته تر سخت فشار لاندې و، نوموړي هڅه کوله چې یاد شرکت ته نوی اجرایوي مشر ومومي او پخپله د ټسلا او سپېس اېکس برېښنايي موټرو پر شرکتونو پام ورټول کړي.
د می پر ۱۲مه ښاغلي مسک چې وروستیو کې یې د نړۍ تر ټولو بډایه کس لقب ترلاسه کړی اعلان وکړ چې مېرمن یاکارینو به په شپږو اونیو کې د ټوېټر د اجرایوي مشري په توګه خپله دنده پیل کړي.
خو د تمي خلاف نوموړې له اعلان شوې نېټې مخکې خپله دنده پیل کړه.









