تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لینډا یاکارینو د ټوېټر نوې مشرې په توګه خپله دنده پیل کړه
د ټوېټر خواله رسنۍ نوې مشرې لنېډا یاکارینو د دغه پلټفارم د مشرې په توګه خپله دنده پیل کړه.
ایلون مسک د می میاشتې په ۱۲مه اعلان کړی، و چې ځای ناستې به یې راتلونکې شپږو اوونیو کې دنده پیل کړي خو ښکاري چې له ټاکل شوې نېټې مخکې یې خپله دنده پیل کړې.
آغلې یاکارینو له دې وړاندې په "اېن بي سي یونیورسل"کې د اعلاناتو مشره وه.
ټوېټر له اېن بي سي یونیورسل څخه د جو بېناروش د ګومارنې خبر هم ورکړی.
ښاغلې بېناروش د رسنیو په دغه لوی شرکت کې د مخابراتو، اعلاناتو او ونډې لوړ پوړی مرستیال و.
نوموړي څو کاله مېتا کې چې د فسبوک او انسټګرام خواله رسنیو لوی شرکت دی هم کار کړی او په ټوېټر کې به پر سوداګریز اړخ ډېر پام ورټول کړي.
ښاغلي مسک اعلان کړی چې پلان لري شرکت سره پاتې شي،دا هغه شرکت دی چې د ایلون مسک له مشرۍ راوروسته له زیاتو ستونزو سره مخ دی.
د ټوېټر ملیاردر څښتن تېر کال هم اعلان کړی و چې هر کله "یو پوره احمق کس د دې کار ترسره کولو لپاره ومومي" د اجریوي مشر په توګه به له دندې استفعا وکړي.
ښاغلي مسک د خپلې استفعا لپاره ټولپوښتنه پیل کړه چې د خلکو ۵۷،۵ سلنه رایه مثبه وه.
۶۰ کلنه یاکارینو به په ټوېټر کې د سوداګریزو عملیاتو څارنه کوي.
ایلون مسک د ټوېټر د پېرلو راهیسې د دغه خواله رسنۍ ۵۷ سلنه کارمنان کم کړي چې په دوی کې هغه کسان هم شامل و چې زیان اړوونکو چارو مخنیوی یې کاوه.
ایلون مسک وروستیو کې ټوېټر کې ځینې بدلونونه راوستل چې د خلکو نیوکې یې راوپارولې او ډېرو کاروونکو یې د توېټر کارول بند کړل.
د مېرمن یاکارینو باور هغه مهال لوړ شو چې په اېن بي سي یونیورسال کې یې په سختو شرایطو کې دنده ترسره کړه او پکې بریالۍ وه.
تېرې اوونۍ پای کې د ټوېټر د باور او خوندیتوب برخې دویم مشرې اېلا اروین د استفعا خبر هم خپور شو.
نوموړې په ۲۰۲۲ کال په نومبر کې هغه مهال دا دنده پیل کړه چې پخواني مشر یویل روت له دندې استعفا وکړه.
د مېرمن اروین د استفعا دلیل تر اوسه نه دی مالوم.
ایلون مسک چې کله په ۴۴ میلیارده ډالرو ټوېټر وپېره تر فشار لاندې دی او هڅه یې کوله مشري یې بل کس ته وسپاري او خپل پام د برېښنايي موټرو پر لوی شرکت (ټېسلا) او سپېس اېکس ورټول کړي.
او ورته وخت کې به د ټوېټر د اجرایوي رییس په توګه هم پر خپله دنده پاتې وي.