تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شري لنکا له افغانستان نه دويمه لوبه د ۱۳۲ منډو په توپیر وګټله
د افغانستان او شري لنکا تر منځ د يو ورځينو لوبو د لړۍ دويمه لوبه کې شري لنکا افغان لوبډلې ته په ۱۳۲ منډو ماته ورکړه.
کوربه لوبډلې شري لنکا د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۳۲۴ منډو هدف وټاکه چې افغان لوبډلې ونشوی کړی پوره یې کړي او ټوله لوبډله يوازې د ۱۹۱ منډو په جوړولو سره وسوځېده.
د افغانستان لپاره د توپ اچونې په برخه کې محمد نبي او فرید احمد د سیالې لوبډلې دوې ـ دوې، مجیب الرحمن ځدراڼ او نور احمد لکڼوال یوه-یوه وېکټه ترلاسه کړه.
د شري لنکا لپاره کوسال مېنډېس ۷۸، ديميټو کرونراټنې ۵۲، سديرا ۴۴، پتوم نيسنکا ۴۳، ويندو هسرنګا او دهننجيا ډي سېلوا هر يوه ۲۹ منډې وکړې.
په توپ اچونه کې افغان لوبډلمشر حشمت الله شهيدي تر ټولو ډېرې (۵۷) منډې وکړې. د ده تر څنګ ابراهیم ځدراڼ ۵۴، رحمت شاه ۳۶ او عظمت الله عمرزي ۲۸ منډې وکړې.
افغان لوبغاړي چې تر ډېره پرې د توپ وهنې برخه کې پرې نېوکې کیږي له شري لنکا سره په دویمه سیالۍ کې هم ځينې ونتوانېدل د پام وړ منډې وکړې، د پيل لوبغاړی رحمان الله ګوربز، نجيب الله ځدراڼ او محمد نبي هر يو په ۲ منډو وسوځېدل.
د افغانستان او شري لنکا ترمنځ د دریو یو ورځينیو نړیوالو لوبو، لومړۍ هغه افغان لوبډلې په ښه توپیر ګټلې وه.
په لومړۍ لوبه کې شري لنکایۍ لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په مټ افغان لوبډلې ته د ۲۶۹ منډو هدف ټاکلی وو چې افغان لوبغاړي په اسانۍ دغه هدف ته ورسېدل.
راشد خان په دې دوو لوبو کې نه و او کرېکټ بورډ وار له مخه اعلان کړی دی چې نوموړی په ملا کې د درد له کبله په لومړیو دوو نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو کې نه وي.
افغانستان او شري لنکا دواړو ته دا سیالۍ د راتلونکي نړیوال جام چمتوالي په موخه مهمې دي.
افغانستان وار له مخه په هند کې کېدونکي نړیوال جام ته لار پیدا کړې ده خو شري لنکا به د غوراوي سیالیو له لارې ځان ور رسوي.