مولوي عبدالحمید: په ایران کې یو قوم او یو مذهب واکمني نه شي کولی

د ایران سني دیني عالم مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي، د جمعې ورځې خطبه کې ویلي، د دغه هېواد ټولې ستونزې له مذهبي او امنیتي لیدلوري سرچینه اخلي.

د ایران د حکومت دغه مخالفت دیني عالم وایي، "په ایران کې هر حکومت چې راځي باید ملي وي او ټول قومونه او مذاهب پکې ونډه ولري، دین باید ملي، ګوندي او قومي بڼه ونه لري."

د نوموړي په ټکو، "یو قوم او یو مذهب نه شي کولی هېواد اداره کړي، دین، قوم او ژبې ته باید ونه کتل شي، بلکې پوهې او توانایۍ ته لومړیتوب ورکړل شي."

مولوی عبدالحمید د ایران ځمکنۍ بشپړتیا، ګڼو ژبو او کلتور ته په اشارې ویلي، د هر حکومت لخوا چې دغو کلتورونو ته درناوی وشي د هېواد د پرمختګ، سوکالۍ او ټیکاو لامل کېدلی شي.

نوموړی یو ځل بیا د ایران په دولتي جوړښت کې د اهل سنت پیروانو په کمې ونډې نیوکه کړې چې د ده په ټکو ایران کې ګڼ سني مذهبه خلک اوسېږي خو په دولتي ادارو کې هېڅ ځای نه لري.

ایران دا مهال په کور دننه له یو لړ نارامیو او د خلکو له اعتراضونو سره مخ دی.

عبدالحمید هم یاد وضعیت په اشارې وایي، "اوس هېواد له سیاسي پلوه په کور دننه او بهر له بندون سره مخ دی، موږ مختلفو ولسمشرانو ته په دې تمه رایه ورکړې چې په سیمه کې به یې امنیت او پوځي لیدلوری نه وي، خو اوس په ټول هېواد کې ورته وضعیت دی."

نوموړی یو ځل بیا وړاندیز کوي چې ملي مسایلو ته پام دغه هېواد له شته حالت څخه ژغورلی شي.

د رپوټونو له مخې دا جمعه هم د تېرو هغو په څېر په زاهدان کې خلک له جمعې لمانځه وروسته په لاریون راوتلي وو او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول.

د ایران سیستان او بلوچستان ولایت په تېرو شپږو میاشتو کې د ورته حالت شاهد دی. تر ټولو خونړۍ پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ایران امنیتي ځواکونو په لمونځ کوونکو وروسته له هغې ډزې وکړې چې خلک له لمانځه وروسته د هغه پولیس قوماندان په ضد په لاریون راوتلي وو چې د دوی په وینا په یوه ځوانه نجلۍ یې جنسي تېری کړی و.

په هغه پېښه کې له ۸۰ تر ۱۰۰ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

له یادې پېښې وروسته په سیمه کې وتلی دیني عالم مولوي عبدالحمید په حکومت نیوکې کوي او خلک هم په پرلپسې توګه په لاریونونو راوځي.