هغه انقلابي چې د بانک لوټل ورته "ویاړ او عبادت" ښکارېدل

د عکس سرچینه، COURTESY OF EDITORIAL TXALAPARTA
"ما د خلکو د ګټې لپاره بانک لوټ کړ، تاسو دې ته غلا نه شئ ویلای، ځکه یوازې د یوه غریب غلا کول، غلا بلل کېږي." هغه څوک چې غله لوټ کړي د هغه لپاره ابدي بښنه ده او د بانک لوټول د عزت خبره ده.
غلا د لوسیو ارتوبیا لپاره یو "انقلابي استعاره" وه، خو وايي دا باید د "ټولنیز خیر" لپاره ترسره شي نه د خپل ځان لپاره. لوسیو هغه کس وو چې د نړۍ تر ټولو لوی بانک یې لوټلی.
لوسیو، د ورځې لخوا د کارګر په توګه کار کاوه او په شپه کې به په جعلکار پبدل شو. هغه بې سواده وو او د ژوند تر پایه د یوه "باغي" په توګه پاتې شو. لوسیو ارتوبیا په ۱۹۸۰ لسیزه کې د نړۍ یو تر ټولو زیات مطلوب او په نښه کس وو.
هغه د لسګونو کسانو یوه شبکه درلوده چې د ده تر مشرۍ لاندې یې کار کاوه او هغه اداره کوله. دوی هغه وخت د نړۍ تر ټولو ستر بانک "نشنل سیټي بانک" چې اوس د Citibank په نوم پیژندل کیږي څخه غلا کړې وه.
دا معلومه نه ده چې هغوی څومره پیسې غلا کړې وې، خو د لوسیو په وینا، دا لږ تر لږه ۲۰ میلیونه امریکایي ډالر وو. لوسیو ادعا کړې وه، هغه پیسې په لاتینې امریکا او اروپا کې د حکومتونو سره د جنګیالیو چریکي ډلو د تمویل لپاره کارول شوې وې.
هغه دا ادعا هم کړې وه چې د چريکي عملياتو په اړه يې له چيګوارا سره پر ستراتيژۍ خبرې کړې وې.
دا معلومه نه ده چې ددې خبرو څومره یې ریښتیا دي او څومره یې تشه کیسه ده، خو د دې ټولو تر منځ د لوسیو ارتوبیا ژوند د فلم له کیسې کم نه دی.
لوسیو ارتوبیا په کال ۱۹۳۱ کې د کاسکانټ په ښار کې زېږیدلی وو. هغه په خپل ژوندلیک کې لیکي، په ماشومتوب کې ما هېڅکله د هغه څه درناوی نه کاوه چې منع شوي وي. که ما یو څه ته اړتیا درلوده، نو د ترلاسه کولو لپاره مې مناسب فکر کاوه.
هغه به د خلکو له بڼونو مېوه غلا کوله او هر هغه څه به یې کول چې د ژوندي پاتې کیدو لپاره ورته اړین وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
تر کوچنیو او وړو غلاوو وروسته، هغه په پر پوله قاچاقو کې ښکېل شو. د خپل ورور سره یو ځای، هغه د پولې بله خوا تنباکو، درمل او شراب قاچاق کول. او کله چې ځوان شو، نو د هغه وخت د قانون له مخې په پوځ کې په جبري توګه شامل شو. دا هغه وخت وو چې د پوځي بارکونو او ګودامونو ته یې لاسرسی درلود او دلته یوه نوې نړۍ ورته مخې ته راغله.
هغه د اردو بوټان، کمیسونه، ساعتونه او نور قېمتي شیان د کثافاتو ډنډ له لارې له بارکونو بهر ته قاچاق کول. پوځ ژر د دې لوټ په اړه خبر شو، خو مخکې له هغه چې ونیول شي فرانسې ته وتښتېد.
کله چې هغه فرانسې ته ورسېد تر ټولو ستره ستونزه یې دا وه چې پر یوه کلمه فرانسوي هم نه پوهېده.
لوسیو په خپل ژوندلیک کې لیکلي، فرانسې ته د رسېدو په وخت کې زه په فرانسوي هېڅ نه پوهېدم، خو ژر یې په یوه ساختماني شرکت کې کار پیل کړ او تر مرګه بیا په دې صنعت کې ښکېل پاتې شو.
هغه به ویل، خلک د کار له امله پېژندل کیږي. له همدې امله ما تل په خپل کار سره خپل ځان ژغورلی.
لوسیو هغه وخت سخت کار کاوه او په اونۍ کې یې ۵۰ فرانکه ترلاسه کول، خو یو وخت بیا داسې راغی چې په ۱۶ دقیقو کې یې میلیونونه فرانکه ترلاسه کړل. تر لومړۍ غلا وروسته، هغه څو نور بانکونه لوټ کړل، خو لوسیو هېڅکله د ودانیزو سیمو کار بند نه کړ. د هغه په وینا، لوټ شوې شتمنۍ باید د انقلابي موخو لپاره وکارول شي.
د دوی لپاره د بانکونو لوټل اسانه وو، ځکه په هغه وخت کې امنیتي کامرې نه وې، خو ده دا کار نه خوښاوه، ځکه دوی زندان ته د لوېدو وېره درلوده.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه په خپلې یوې مرکې کې ویلي وو، "کله مې چې لومړی بانک لوټ کړ، ما خپل پتلون لوند کړی وو."
لوسیو له تاوتریخوالي کرکه لرله او له همدې امله یې له بانکونو غلا پرېښوده، ځکه هغه وېره درلوده چې کوم څوک د غلا پر مهال ټپي یا ووژل شي. د هغه له خوا غلا شوې پیسې په هسپانیه کې د اي ټي اې وسله والې ډلې د ملاتړ لپاره کارول شوې وې او هیچا په دې اړه اخلاقي اعتراض نه دی کړی.
لوسیو په ۲۰۱۵ کې د هسپانوي تلویزیون په یوه پروګرام کې له خپلو کړنو دفاع وکړه او ویې ویل، چې هغه په خپل کلي کې د ماشومتوب او ځوانۍ پر مهال له بې عدالتۍ سره مخ شوی وو. "زه له هسپانیا او ناروې کرکه لرم ځکه چې ما هلته خپل ژوند په وېره کې تېر کړ."
وروسته د هغوی له خوا جوړ شوي د سفر جعلي چکونه هر ځای ونیول شول. ملي ښار بانک د چکونو منل بند کړل، چې د ګډوډۍ لامل شو او هغه چا چې، چکونه یې اخیستي وو، نه یې شو کولای خپلې پیسې بېرته ترلاسه کړي.
لوسیو د ۱۹۸۰ په جون کې ونیول شو او سم لاسي زندان ته واستول شو او په ۲۰۲۰ کال کې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.









