د سمندرونو نړیوال تاریخي تړون له یوې لسیزې خبرو وروسته لاسلیک شو

Sea turtle shelters under coral

د عکس سرچینه، Getty Images

د نړۍ هېوادونه له لسو کلونو وروسته د نړۍ د سمندرونو د ساتنې لپاره پر یوې تاریخي هوکړې سره سلا شول.

د لویو سمندرونو دا تړون به د ۲۰۳۰ کال پورې پر هغو ۳۰ سلنه سمندرونو کې پلي کېږي چې خوندي سیمو کې دي.

د یاد تړون موخه د سمندري چاپیریال ساتنه او بیارغاونه ده.

دغه هوکړه د شنبې په ماښام نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د ۳۸ ساعتونو خبرو وروسته لاسلیک شوه.

دا خبرې اترې کلونه د بودیجې او کب نیولو د حقونو له امله ځنډول شوې وې.

د سمندرونو د خوندیتوب وروستی تړون ۴۰ کاله مخکې په ۱۹۸۲ کال کې لاسلیک شوی و.

دغه تړون د ازادو سمندرونو په نامه یوه برخه رامنځته کړې وه ، دا هغه اوبه وې چې د نړۍ ټولو هېوادونو پکې د کب نیولو، کښتۍ چلولو او پلټنې حق درلود خو د دغو اوبو یوازې ۱،۲ سلنه خوندي وې.

A whale shark (Rhincodon typus) is eating plankton on the surface in the Gulf of Tadjourah, Djibouti, Indian Ocean.

د عکس سرچینه، Alexis Rosenfeld/Getty Images

سمندري ژوند چې له دغې خوندي سیمې بهر و د اقليمي بدلون، د کب نیولو او نورو سمندري ګواښونو سره مخ وو.

د چاپیریال ساتنې نړیوالې ټولنې (آی یو سي اېن) د نړیوالو سمندري ډولونو په اړه وروستۍ ارزونه کې موندلې چې، نږدې ۱۰ سلنه یې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

د دغه نوي تړون له مخې خوندي سیمو کې پر دې محدودیتونه ولګول شول چې په سمندرونو کې د څومره کبانو نیولو اجازه شته، د کښتۍ چلولو لارې او د سمندر تل کې د کانونو څرنګوالی ښودل شوی چې تر کومو شرایطو لاندې ترسره شي.

د یاد تړون له لاسلیک وروسته د سمندر تل کې د هغه کان د کېندلو اجازه نه شته چې د سمندر له سطحې ۲۰۰متره یا له دې ډېر ژور وي.

د چاپیریال ساتنې ځینې ډلې اندېښنه لري چې سمندرونو کې د کان کېندنې چارې د سمندري ژوو د نسل ډېرولو ځایونه ګډوډولی شي او د غږ ککړتیا رامنځته کول یې د سمندري ژوند لپاره زهرجن تمامېدای شي.

د سمندري اوبو نړیواله اداره (آی اېس ای) چې په دې برخه کې د څارنې مسولیت په غاړه لري بي بي سي ته ویلي: "له دې وروسته به د سمندر په ژورو کې هر ډول فعالیت تر جدي او سخت څار لاندې وي تر څو مونږ ډاډ ترلاسه کړو چې وضع شوي قوانین په دوامداره او مسولانه ډول پلي کېږي."

Image underwater of tube sponge and other corals

د عکس سرچینه، Getty Images

د چاپیریال ساتنې نړیوالې ټولنې مدیرې مینا اپس ویلي چې،دلته اصلي مسله د هېوادنو ر تر منځ د سمندري جنیتيکي شرچینو شریکول دي.

سمندري جنیتیکي سرچینې په سمندرونو کې د ګیاه او سمندري ژویو بیولوژیکي توکي دي چې یوه ټولنه کې د درمل جوړولو، خوړو برابرولو او صنعتونو کې ترې کار اخیستل کېږي.

اوس مهال د نړۍ بډایه هېوادنه د سمندري ژورو د سپړلو لپاره سرچینې او بودیجه لري خو بې وزله هېوادونه غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې له سمندرونو ترلاسه شوې ګټې باید په مساوي ډول وویشل شي.

د ستاکهلم پوهنتون د سمندرونو څېړونکی استاد، رابرت بلاسیاک وايي: "لویه ننګونه دا وه چې هېڅوک د سمندري سرچینو په ارزښت نه پوهېدل چې څومره ارزښتناکې دي او باید څنګه وویشل شي."

نوموړي زیاته کړې: " زمونږ سمندري پوهه ډېره کمه ده، مونږ تر اوسه شاوخوا ۲۳۰ زره سمندري ډولونه ثبت کړي داسې حال کې چې اټکل کېږي دغه شمېر به تر دوو میلیونو هم زیات وي."

له دې هوکړې وروسته د نړۍ هېوادنه باید یو ځل بیا سره راټول شي او دا هوکړه رسما تصویب کړي. د دغه تړون له پلي کولو مخکې هم ډېر نور کارونه دي چې باید ترسره شي.

د (پیوز تراست) سمندري تیم د مدیریت مشرې لیز کاران بي بي سي ته وویل: "پلي کېدل به یې لږ وخت ونیسي، هېوادونه یې باید تصویب کړي چې د پلي کېدو وړ شي. او بل پړاو کې بیا د علومو او فنونو په څېر نور بنسټونه دي چې باید جوړ شي."