"په سمندرونو کې اکسیجن په ختمېدو دی"

shark

د عکس سرچینه، IUCN

د عکس تشریح، دې وضعیت د شارک په څېر لوی کبان له ګواښ سره مخ کړي دي

ساینس پوهانو په یوه تازه خبرداري کې ویلي، د اقلیمي بدلون او ککړې هوا له کبله د نړۍ په سمندرونو کې اکسیجن په ختمېدو دی، او د کبانو ځینې ډولونه له جدي ګواښ سره مخ دي.

په یوه تازه سروې کې ویل شوي چې دا مهال د نړۍ په کچه کابو ۷۰۰ سمندري ساحو کې د اکسیجن کچه ټیټه ده، حال دا چې په ۱۹۶۰ لسیزه کې دا شمېر یوازې ۴۵ و.

څېړونکي وایي چې د دې وضعیت له کبله د ټونا، مارلېن او شارک په څېر کبانو ژوند ته ګواښ پېښ دی. د دوی په وینا، په سمندرونو کې د کم اکسیجن لوی لامل ککړه هوا، یعنی هغه نایټروجن او فاسفورس غازونه دي چې په فارمونو او فابریکو کې تولیدېږي.

په هغه سمندري ساحلونو کې وضعیت لا خراب بلل شوی چې صنعتي پارکونه او فابریکې ورته نژدې دي.

ساینس پوهان وایي، کله چې ډېر کاربن ډایوکسایډ غاز تولېږي نو سمندرونه حرارت جذبوي. خو ګرم سمندرونه د اکسجن د خوندي کولو یا ساتلو توان نه لري.

په اوسط ډول د ۱۹۶۰ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ په سمندرونو کې د اکسیجن کچه ۲ سلنه کمه شوې ده، چې ښایي ډېره جدي ښکاره نشي.

خو ستونزه دا ده چې په ځینو سیمو کې دا کمښت ان ۴۰ سلنې ته رسېدلی او جدي ګواښ یې پېښ کړی.

Tuna

د عکس سرچینه، IUCN

د عکس تشریح، کارپوهان وایي په سمندر کې د اکسجن کمېدل پر ځمکه هم ژوند ګډوډولی شي

ساینس پوهان وایي چې په سمندر کې د اکسیجن په کچه کې کوچنی بدلون هم کولای شي چې کبانو او تر اوبو لاندې نور ژوندیو ته ستونزې پیدا کړي.

د شارک په څېر لوی کبان ډېرې انرژۍ ته اړتیا لري. کله چې د سمندر په تل یا منځ کې اکسیجن کم شي نو دا لوی کبان اړ کېږي چې ساحلونو یا څنډو ته ولاړ شي.

خو د ساحلونو ته تلل په دې معنا دي چې د دوی ښکار یا د نورو لاملونو له کبله وژنه ډېرېږي، او په دې توګه یې شمېر کېږي.

کارپوهان وایي، که هېوادونه د زهرجنو غازونو د تولید په برخه کې خپل چلن بدل نه کړي نو شونې ده چې تر ۲۱۰۰ کاله د نړۍ سمندرونو کې د اکسیجن کچه له ۳ تر ۴ سلنو کمه شي.

دوی خبرداری ورکوي چې په ګرمو سیمو کې به دا وضعیت لا ډېر د اندېښنې وړ وي.

کارپوهان زیاتوي چې په سمندرونو کې د نورمال ژوند یا حالت بدلېدل پر ځمکه ژوند هم ګډوډولی شي.