نایجریا کې له سختو ټاکنو وروسته د رايو شمېرل پیل شوي

A woman holding up a ballot

د عکس سرچینه، BB/Gift Ufuoma

نایجریا کې په ۱۹۹۹ کال کې د پوځي واکمنۍ د پای ته رسېدو راهیسې تر ټولو سختې ولسمشریزې ټاکنې روانې دي.

د رایي اچونې کچه لوړه ښکاري، لومړی ځل دی چې ډېر ځوانان د رایې کارولو لپاره سهار وختي له لمر راختو مخکې د رای اچونې مرکزونو ته ورغلي.

د شنبې د ورځې رای اچونه د وسله والو کسانو له خوا د رایو د صندوقونو د لوټلو او د بریدونو د خپرو شویو رپوټونو له امله ځنډول شوې وه.

ټاکنو کې د بې نظمیو د تورونو په اړه د ځینو ګوندونو اندېښنې راپورته شوې دي.

او خبرداری یې ورکړی چې ښايي د ټاکنو پایلې تر پوښتنې لاندې راولي.

دا ټاکنې د افریقا په وچه کې تر ټولو لوی دیموکراتیک تمرین دی چې ۸۷ میلیونه خلک پکې رایه اچولی شی.

نایجریا کې سیاست ۲۴ کاله دمخه د څو ګوندي دیموکراسۍ د راژوندي کېدو راهیسې د "پر مختګ کوونکي کانګرس" او "خلکو دیموکراتیک" ګوندونو تر واک لاندې و.

A voter holds her her voter card while queueing with others at a polling at Agege, Lagos on February 25, 2023, during Nigeria's presidential and general election

د عکس سرچینه، AFP

خو دا ځل د کارګر په نامه له یوه دریم ګړي ګونده د پیتر اوبي په نامه کس د نایجریا ولسمشر محمدو بوهاري د ځای ناستي کېدو لپاره د سیالۍ ډګر ته راوتلی دی.

ګڼو ځوانانو هم د نوموړي ملاتړ کړی او د دودیزو ګوندونو لپاره یوه نوې ننګونه بلل کېږي.

د رای ورکولو په لسګونو زره مرکزونه د پایلو په شمېرلو لګیا دي چې له شمېرلو وروسته به راټولېږي او د نایجریا پلازمېنې ابوجا ته به د ټاکنو مرکزي دفتر ته وړل کېږي.

تمه نه کېږي چې وروستۍ پایلې به لږ تر لږه د سه شنبې تر ورځې اعلان شي.

د شنبې پر ورځ په یوه خبرې غونډه کې د نایجریا د ټاکنو مشر محمود یاکوبو د رایې ورکولو کې د ځنډ له امله له خلکو بښنه وغوښته، خو زیاته یې کړه چې ټول هغه کسان چې په سیمه ییز وخت د ماسپښین ۲:۳۰ بجو په لیکه کې ولاړ دي کولی شي خپله رایه وکاروي.