پاکستان: له ای اېم اېف سره د خبرو پر بنسټ به د ۱۷۰ میلیارده روپیو نوې مالیې ولګول شي

پاکستان اقتصاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار وايي، د پیسو نړیوال صندوق یا ای اېم اېف له پلاوي سره په خبرو کې د هر څه په اړه هوکړه شوې او د دغو خبرو له مخې به د یو سل اویا میلیارده روپیو نوې مالیې ولګول شي.

د پيسو نړیوال سازمان له پلاوي سره تر خبرو وروسته د پاکستان د مالیې وزیر په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، تر تېرې شپې هر څه په دوه اړخیزه توګه مخ ته تللي.

هغه وویل د ای اېم اېف سره د خبرو پر بنسټ به د ۱۷۰ میلیارده روپیو مالیه ولګول شي٬ خو په دې لړ كې به تر ډېره هڅه وکړي، داسې مالیې ونه لګول شي، چې د عام اولس پر اوږو بار وي او د دې لپاره به د کوچنۍ بودجې یا مني بجټ جوړول اړین وي. چې د پلي کولو لپاره یې په دغه کال کې ۱۷۰ میلیارده روپیو ته اړتیا ده.

ښاغلی ډار وايي، د انرژۍ په برخه کې اصلاحات باید د کابینې له پرېکړې سره سم عملي شي، په دې برخه کې اړین کار دا دی چې د روان بهیر مخه ونیول شي.

هغه زیاتوي پر دې خبر اتفاق شوى چې د پیټرولو پر پلور به مالیه نه لګول کيږي او تر کومه چې د جي ايس ټي خبره ده نو د ١٧٠ میلیارده روپیو په مالیې کې شامل دي.

پاکستاني چارواکي وايي د ای اېم اېف پلاوي سره تر خبرو وروسته، د اقتصادي او مالي پالیسیو یادښت مسوده نن سهار ترلاسه شوې او د دوشنبې په ورځ به یو مجازی ناسته وکړي چې له مخې یې نور موضوعات پرمخ یوسي.

د پاکستان د خزانې وزیر وايي د پیسو نړیوال صندوق سره د دوی خبرو لس ورځې دوام وکړ چې په ترڅ کې یې د برېښنا، مالي او نورو مهمو سکتورونو په اړه بحث او خبرې شوې دي.

په وروستیو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د کلدارې ارزښت پرېوتی، چې لامل یې د پاکستان اقتصادي کړکېچ بلل کېږي.

رپوټونو کې ویل شوي چې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو زېرمه هم ډېره راکمه شوې.‌