اېلون مسک: د ځای ناستي له موندلو سره سم د ټوېټر له مشرۍ استعفا کوم

Elon Musk

د عکس سرچینه، Reuters

د ټوېټر د ټولنیزې شبکې میلیاردر مشر اېلون مسک وايي، هغه مهال به د دغې شبکې د مشرتابه څوکۍ پرېږدي چې، د ده په ټکو "یو پوره کم عقل ومومي" او دغه دنده ومني.

ښاغلي له دغو څرګندونو وړاندې پر ټوېټر یوه ټولپوښتنه کړې وه چې، ایا د ټوېټر له مشرۍ استعفا ورکړي که نه؟ د ټولپوښتنې له ۱۷ اعشاریه پنځه میلیونه ګډونوالو ۵۷ اعشاریه پنځه سلنه کسانو ځواب ورکړی و چې، هو.

نوموړي ژمنه کړې چې د دغې ټولپوښتنې پایلې به ومني.

خو له دې وروسته په تازه څرګندونو کې نوموړي ویلي چې، وروسته له هغې چې خپلې دندې ته مناسب کس ومومي له مشرۍ به لاس په سر شي.

هغه پر دې هم ټینګار کړی چې د نوي مشر له ګومارلو وروسته د سافټویر او سرورونو ټیمونو چارې به لا هم دی پخپله پر مخ بیايي.

د روان کال په اکټوبر کې د ټوېټر له پېرلو وروسته د نوموړې له خوا په دغه شبکه کې پر راغلیو بدلونونو پراخې نیوکې وشوې.

نوموړي په لومړیو کې د شرکت نیمايي کارکوونکي له دندو ګوښه کړل، او پر آبي رنګه "ټېک'' یا ویري فای شویو ټوېټر اکونټونو یې د پیسو لګښت کېښود.

د مدني آزادیو ملاتړو ډلو هم د د ښاغلي مسک پر دغو پرېکړو نیولې کړي او هغه یې د داسې ګامونو پر اخیستو تورن کړی چې د کرلې او غلطو مالوماتو پر خپرولو لامل کېږي.

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د جمعې پر ورځ د ټوېټر هغه پرېکړه وغندله چې د رسنیو ځینو کارکوونکو حسابونه یې ځنډولي و.

ملګرو ملتونو پر ټوېټر لیکلي و چې د رسنیو ازادي "لوبه نه ده" او اروپايي ټولنې پر ټوېټر د بندیزونو لګولو ګواښ کړی و.