مالیزیا کې د ځمکې ښویېدنې له امله ۱۹ تنه وژل شوي او ګڼ نور ورک دي

مالیزیا

د عکس سرچینه، Malaysia civil defence force/twitter

د عکس تشریح، د جمعې تر ماسپښینه یې شاوخوا شپېته تنه ژغورلي خو ځينې لا هم ورک دي.

مالیزیايي چارواکي وايي، د دغه هېواد د سیلانګور ایالت په یوه تفریحي سیمه کې د ځمکې ښویېدنې له امله د ماشومانو په ګډون لږترلږه نولس تنه وژل شوي دي.

د بټنګ کالي په ښارګوټي کې د سهار درې بجې کورنۍ په خوب ویدې وې چې د ځمکې ښوویېدنې پېښه رامنځ ته شوه.

سلګونه ژغورونکي د جمعې په ورځ په خټو کې د پاتې ژوندیو کسانو په لټون بوخت وو.

په دغه کمپ کې تر ۹۰ ډېر کسان اوسېدل.

د دې سیمې ځايي مسؤلینو ویلي، هلته لږترلږه ۳۰ ماشومان او ۵۱ تنه لویان د شپې پاتې کېدو لپاره ثبت شوي وو. ځمک ښویېدنه له ډېرش متره لوړوالي پیل شوې وه چې بیا تر دغه پنډ غالي رسېدلې.

هغه تصویرونه چې د مالیزیا د ژغورنې ادارو له خوا خپاره شوي ښيي چې د کارګرو ډلې له خپلو کارګري خولیو سره له لوېدلې ځمکې ونې او خټې لېرې کوي.

دوی ویلي د جمعې تر ماسپښینه یې شاوخوا شپېته تنه ژغورلي خو ځينې لا هم ورک دي.

سیمه ییزو رسنیو ویلي په پېښه کې یو پنځه کلن ماشوم هم مړ شوی دی.

په کمپ کې یوې اوسېدونکې لین شوان وویل، هغه او مور یې ژوندي پاتې شول، خو ورور یې مړ شوی او بل ورور یې ټپي او روغتون ته لېږدول شوی دی.

هغې د مالیزیا ورځپاڼې بیریتا هاریان ته ویلي "موږ فکر وکړ چې خیمې مو خوځېږي او زموږ شاوخوا خاوره راټولېږي"

"ما او زما مور وکولای شول چې وڅښېږو او خپل ځان وژغورو"

وايي موږ له یوې څلوېښت کسیزې ډلې سره هلته مېشت شوي وو.

یوه بل ژوندي پاتې شوي لیونګ جیم مینګ ویلي، وړاندې تر هغه چې ځمکه وخوځېږي د یوې چاودنې غږ یې واورېد، چې ورسره یې د کورنۍ غړي راویښ شول او لنډ وخت په خټو کې بند پاتې وو. "ډېره تیاره وه چې ووینو څه پېښېږي"

سیمې ته د حکومت د څو وزیرانو تر ورتګ وروسته ټاکل شوې لومړی وزیر انور ابراهیم هم د جمعې ورځې په وروستیو کې ورشي.

هغه پر خپله فیسبوک پاڼه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي او د نورو ژوندي پاتې شویو لپاره دعا کړې ده.

دا لا څرګنده نه ده چې د کوالالمپور شمال په ۵۰ کیلومترۍ کې د ځمکې ښویدنې لامل څه و.

د سیمې اوسیدونکو ویلي، هلته لږ باران شوی خو سخت ورښت یا کومه زلزله نه ده شوې.