د افغان پوځ هغه پيلوټ چې چورلکه یې له هېواده د ایستلو پر ځای طالبانو ته وسپارله

د عکس سرچینه، Mohammad Edris Momand
افغان پیلوټ محمد ادریس مومند وايي "ځینې خلک ښایي رانه خوښ نه وي. فکرونه ښایي مختلف وي، خو زه هغوی ته وایم چې هېواد د مور په څېر دی او خیانت باید ورسره ونه شي."
مومند د هغو محدود شمېر افغان پوځي پيلوټانو له ډلې دی چې امریکا کې یې اوږده موده روزنه لیدلې. خو کله چې تېر کال طالبان کابل ته ننوتل او دغه خپلو متحدانو ته شا کړه، الوتکه یې ځان سره کلي ته بوتله او هلته یې خپلو مخکنیو دښمنانو (طالبانو) ته وسپارله.
ادریس مومند بي بي سي ته ویلي "موخه مې دا وه چې هغه شتمني چې د افغانستان اړوندېدله، وساتم."
اوس چې پر دې هر څه یو کال اوړي، هغه خپله کیسه کوي.
امریکا کې روزنه

د عکس سرچینه، Mohammad Edris Momand
مومند په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان پوځ کې داخل شو او څلور کاله یې د امریکا وېسټ پوینټ پوځي اکاډمۍ کې زدکړې وکړې.
هغه لومړی د افغانستان لوېدیځ کې په هرات ولایت کې ګومارل شوی و او روسۍ مي-۱۷ چورلکې به یې الوځولې.
خو څو کاله وروسته یې نور پرمختګ هم وکړ.
ښاغلی مومند وایي "د ۲۰۱۸ کال پای کې د ځوانو پیلوټانو یوه کوچنۍ ډله چې د هوايي ځواک نوې ټکنالوژي یې لوستې وه، د بلک هاک چورلکو پیلوټۍ ته غوره شوه. تر هغې را وروسته مې بلک هاک الوځولې."
دا بلک هاک الوتکې د ترانسپورتي او اکمالاتي اهدافو لپاره کارېدې.
بایډن لخوا د وتلو اعلان

د عکس سرچینه، Mohammad Edris Momand.
کله چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ۲۰۲۱ کال د سپتمبر د نهمې بریدونو د دوو لسیزو پوره کېدو سره له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو اعلان کاوه نو ښاغلی مومند مزار شریف ښار کې و.
جولای کې د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو تاریخ د اګست ۳۱مې ته مخکې او رالنډ شو.
امریکا او متحدانو یې د افغان پوځ په روزنه او تجهیز میلیاردونه ډالر لګولي وو او هیله یې درلوده چې دا ځواکونه به د دوی تر وتلو وروسته هم د طالبانو د پرمختګونو مخه ډپ کړای شي.
خو دا هیله یوازې هیله پاتې شوه. افغان پوځ په ډېره چټکۍ کنټرول وبایله.
طالبانو تر جولای میاشتې کلیوالي سیمې لاندې کړې وې. د اګست پر ۶مه یې لومړی ولایتي مرکز هم ونیو. دوی تر هغې را وروسته ټول ولایتونه یو په بل پسې لاندې کړل او د اګست پر پنځلسمه له مقاومت پرته کابل ته ننوتل.
طالب وسله والو د سپتمبر پر اوومه د پلازمېنې کابل شمال ته پنجشېر دره کې د دوی پر وړاندې وروستۍ مقاومت کوونکې ډلې هم وځپلې.
د تېښتې امر

د عکس سرچینه، Mohammad Edris Momand.
افغانستان له ګډوډیو سره لاس ګریوان و او جولا کې مزار شریف ښار کې د ادریس مومند شپږ میاشتنۍ دنده هم پای ته رسېدلې وه.
هغه د اګست پر ۱۴مه د کابل هوايي اډې ته راستون شو. دلته هم وضعیت کړکېچن و او له هېواده د سیاسي او پوځي مشرانو د تېښتې ګنګوسې اورېدل کېدې.
طالبان د کابل تر دروازو را رسېدلي وو. د کابل هوايي ډګر کنټرول د امریکا د پوځ لاس کې و، خو دا ډاډمنه نه وه چې تر کله به امن او خوندي پاتې وي.
مومند وايي "زموږ د هوايي ځواک قوماندان ټولو پیلوټانو ته د الوتکو د ایستلو امر وکړ. راته ویې ویل چې ازبکستان ته ولاړ شو."
دغه امر مومند قهرولی و او د نه منلو پرېکړه یې کړې وه.
د افغان هوايي ځواک دغه پیلوټ اوس وايي "قوماندان مې رانه غوښتل چې هېواد سره خیانت وکړم، ولې مې باید داسې امر منلی وای؟ هېواد سره خیانت تر ټولو ستر جرم دی. نو ځکه مې دا امر ونه مانه."
هغه له خپلې کورنۍ مشوره وغوښته او د پلار غبرګون یې سخت و.

د عکس سرچینه، Mohammad Edris Momand.
ښاغلی مومند وايي "هغه (پلار) راته ګواښ وکړ چې که هېواد پرېږدم، هېڅکله به مې ونه بښي. (راته ویې ویل) چورلکه د افغانستان ده. باید له هېواده ونه وځي."
د مومند دوی ولایت وار له مخه طالبانو نیولی و. پلار یې د دې ډلې له والي سره خبرې کړې او هغه ډاډ ورکړی و چې که زوی یې چورلکه هلته کینوي، هېڅ ستونزه به ورته نه پېښېږي.
مومند د تېښتې پلان جوړ کړ خو لومړی یې باید د دې الوتنې پر وړاندې پروت ستر خنډ له مخه لېرې کړی وای.
نوموړی وايي "هره بلک هاک چورلکه د عملې څلور غړي لري. پوهېدم چې پر دوی مې د پلان شرکېدو باور نشو کولی. ډاډمن وم چې وبه یې نه مني. دوی مې ژوند ته خطر پېښولی او ان چورلکه ویجاړولی شوه."
نو د عملې د نورو غړو د تېر ایستلو پرېکړه یې وکړه.
د افغان هوايي ځواک دا پیلوټ زیاتوي "د هوایي ځواک قوماندان ته مې وویل چې چورلکه تخنیکي ستونزې لري او نشم الوتی. چې دا یې واورېدل نو د عملې درېواړو غړو ټوپ کړ او بلې چورلکې ته پورته شول چې د ازبکستان تک ته چمتو کېدله."
کونړ ته تېښته

د عکس سرچینه، Mohammad Edris Momand.
تر هغې وروسته چې ټولې چورلکې والوتې ادریس مومند د خپلې چورلکې ماشین کونړ ته د تګ لپاره په نیم ساعته یو کسيز حالت کې روښان کړ.
هغه وايي "هوایي ترافیک امریکایانو کنټرولاوه. هغوی ته مې په مخابره وویل چې د ازبکستان خوا الوځم. چې له هوایي ډګر پورته شوم نو د رادار سیستم مې ګل کړ او نیغ کونړ ته لاړم. خپل کې خپل کور ته نږدې کښته شوم. چې له طالبانو مې اطمنان ترلاسه کړ نو چورلکه مې هغه ځای ته ولېږدوله چې پخوا پکې چورلکو ته تېل اچول کېدل."
مومند وایي کورنۍ، ملګرو او ګاونډیانو یې د پرېکړې بشپړ ملاتړ کړی او دی پرې پښیمان نه دی. هغه زیاتوي چې له مېرمن او ماشومانو سره یې له افغانستانه د وتلو انتخاب درلود، خو د پاتېدو پرېکړه یې وکړه.
"امریکايي سلاکارانو درې ځله پيغام راولېږه. دوی ان دا هم راته وویل چې که چورلکه نشې راوستی، د کورنۍ له غړو سره موټر کې راشه چې له افغانستان و ایستل شې. خو ما دا وړاندیز ونه مانه."
د افغان هوايي ځواک قوت
د افغانستان بیا رغونې څار د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) وايي افغانستان د ۲۰۲۱ کال د جون میاشتې تر پایه ۱۶۷ چورلکې او الوتکې درلودې.
له دوی ځینې د مومند د همکارانو لخوا ازبکستان ته لېږدول شوي. د اګست پر ۱۶مه د ازبکستان له ترمز هوايي ډګره د سټلیټ په وسیله اخیستل شويو تصویرونو کې ښکاري چې هلته له شلو ډېرې الوتکې ناستې دي.

د عکس سرچینه، Mohammad Edris Momand
په دوی کې ایم ای ۱۷، ایم ای ۲۵، بلک هاک چورلکې، اې-۲۹ کوچنۍ جنګي او سي-۲۰۸ الوتکې شاملې دي.
امریکايي ځواکونو کابل کې د افغانستان هوايي ځواک پاتې الوتکې د امکان تر حده ویجاړې او له کاره وغورځولې.
دا لا روښانه نه ده چې دمګړۍ افغانستان کې څومره فعاله چورلکې او الوتکې پاته دي.
خو ښاغلی مومند وايي "اوس ۷ بلک هاک الوتکې لرو چې ګټه ترې اخیستل کېدای شي. افغان انجنیران په ډېرو کمو سرچینو سره وتوانېدل چې ویې رغوي. نورې بلک هاک الوتکې به هم ګام په ګام یو په بل پسې فعالې کړو."
هغه خپل پخواني همکاران له دې کبله ګرموي چې له هېواده د وتلو امر یې په پټو سترګو ومانه او په دې توګه یې افغانستان ته ستر تاوان ورساوه.
"هغوی چې له چورلکو سره ازبکستان ته ولاړل، له هېواد سره ښه ونه کړل. هغه چورلکې زموږ د هېواد اړوندې دي. ډېرې ګرانبیه چورلکې وې. فکر نه کوم چې هغه چورلکې به بېرته ترلاسه کړای شو."
خدمت ته به دوام ورکړم

د عکس سرچینه، Mohammad Edris Momand
ادریس مومند ته امریکا کې د زدکړو پر مهال ویل شوي چې د چورلکې د یوه پیلوټ پر روزلو تر ۶ میلیون ډالرو لګښت راځي.
هغه دا خبره په غور اورېدلې او اوس هم ورته امریکا ته د تګ مهال یاد دی.
نوموړی وايي "ډېر زیات خوښ وم. هېڅ باور مې نه کاوه چې ژوند کې به مې داسې ورځ راشي."
هغه امریکا کې د روزنې د څلور کلنې دورې پر مهال ان یو ځل افغانستان کې د خپلې کورنۍ لیدو ته رانغی.
مومند ته د طالبانو د وژلو روزنه ورکړ شوې وه خو اوس د همدوی حکومت ته د بلک هاک چورلکه الوځوي.
نوموړی وايي دنده کې د توپیر احساس نه کوي.
د هغه په وینا "حکومتونه تل بدلېږي. زموږ په څېر خلک د دې خاورې دي او همدې خاورې ته به خدمت کوي. پوځ باید سیاست کې ښکېل نه شي، دې هېواد پر ما غوندې کسانو ډېره پانګونه ګړې ده.
که څه هم د طالبانو واکمني تازه یو کلنه شوې خو تر اوسه د نړۍ یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.
ښاغلی مومند وايي"د ژوند تر وروستۍ ورځې به خپل مسلک کې د دې هېواد خدمت ته دوام ورکړم.









