د امریکا سترې محکمې د حمل ضایع کولو قانوني حق ختم کړ

د عکس سرچینه، EPA
امریکا کې به مېلیونونه ښځې له هغه وروسته د حمل ضایع کولو (ابورشن) قانوني حق له لاسه ورکړي چې د دغه هېواد سترې محکمې ۵۰ کلن پخوانی قانون لغوه کړ چې له مخې یې دا کار قانوني و.
د محکمې دا پرېکړه به امریکا کې د حمل ضایع کولو یا ابورشن حقونه بدل کړي او اوس ایالتونه کولی شي چې بندیز پرې ولګوي.
تمه ده چې د امریکا نژدې نیمایي ایالتونه د حمل ضایع کول غیر قانوني کړي او بندیز پرې ولګوي.
۱۳ ایالتونو خو د سترې محکمې له پرېکړې سملاسي وروسته ابورشن غیر قانوني اعلان کړ او اټکل دی چې ځینې نور ایالتونه به هم چټګ ګام واخلي.
د حمل ضایع کولو یا ابورشن خدماتو وړاندې کوونکی کلېنیک پلانټ پارېنټ هوډ وايي دې پرېکړې سره به نژدې ۳۶ ميلیونه ښځې په امریکا کې د حمل ضایع کولو خدماتو ته لاسرسی ونه لري.
د امریکا سترې محکمې د ډابز او جکسن د ښځو روغتیا ادارې قضیه ارزوله چې مېسېسېپي ایالت کې یې پر حمل ضایع کولو بندیز ننګولی و.
خو محکمې چې ډېری غړي یې محافظه کاران دي په دې قضیه کې د ایالتي حکومت په ګټه پرېکړه وکړه.

د عکس سرچینه، EPA
د محکمې په پرېکړه کې راغلي: "موږ دا وموندله چې اساسي قانون چاته د ابورشن یا حمل ضایع کولو حق نه ورکوي نو د ابورشن په تړاو د تګلارو او قوانینو جوړولو کار د ولس او د ولس د استازو دی."
د امریکا د سترې محکمې دا پرېکړه ښايي دغه هېواد کې له سیاسي او فکري پلوه د خلکو تر منځ واټن لا نور زیات کړي.
هغو ایالتونو کې چې د ابورشن حقونو په تړاو یې نظر په برابر ډول ویشلی دی لکه پېنسلوینیا، مېشیګن او وېسکانسن - کېدلی شي دغو ایالتونو کې د حکومتونو په بدلېدو نوي قوانین رامنځته شي.
ځینو نورو ایالتونو کې به په دې تړاو نوې قانوني لانجې پیل شي، د مثال په ډول ایا یو څوک به وکولی شي چې د حمل ضایع کولو په موخه بل ایالت ته ولاړ شي او یا د پوسته خانې له لارې د ابورشن درمل کور ته وغواړي؟
۱۹۷۳ کال کې د رو او وېډ په نوم یوې کم سارې قضیه کې د امریکا سترې محکمې پرېکړه کړې وه چې د اساسي قانون له مخې یوه ښځه حق لري چې خپل حمل ضایع کړي.
د سترې محکمې هغې پرېکړې امریکایو ښځو ته حق ورکړی و چې کولی شي خپل حمل په لومړیو دریو میاشتو کې ضایع کړي خو له دریو میاشتو وروسته بیا د حمل ضایع کولو په تړاو یو لړ محدودیتونه وو.
په تېرو لسیزو کې امریکا کې د حمل ضایع کولو یا ابورشن خلاف کمپاینونو زور اخېستی و چې له امله یې له لسو ډېرو ایالتونو ښځو لپاره د حمل ضایع کولو خدماتو ته لاسرسی محدود کړی و.










