امریکا ستره محکمه د حمل ضایع کولو قضیه کې حقوقي دلایل اوري

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ستره محکمه د حمل زیانولو حقونو سره په تړاو یوه قضیه کې حقوقي دلایل اوري. ستره محکمه د میسيسیپي ایالت پر یوه قانون غور کوي چې د مېندوارۍ له ۱۵ اونۍ وروسته د حمل زیانول منع کوي.
رپوټونه وايي، داسې ښکاري چې ستره محکمه چې محافظه کاران په کې برلاسي دي، لېواله ده چې دا بندیز تایید کړي.
په دې هکله پرېکړه به چې جون کې یې تمه کېږي، امریکا کې میلیونونه ښځې د حمل ضایع کولو له حقه محرومې کړې.
د حمل ضایع کولو ضد فعالان له محکمې غواړي چې ''ناپیدا شوي ماشومان وژغوري '' خو ماهرین بیا وايي، که دا بندیز ولګول شي، د مور او ماشوم مړینه به ورسره زیاته شي.
هغه مدافع وکیلان چې د حمل ضایع کولو په تړاو د میسيسیپي قانون دفاع کوي، له محکمې غواړي دې لړ کې دوې نورې مهمې پخوانۍ پرېکړې لغو کړي.
لومړۍ پرېکړه د ۱۹۷۳ کال یوه ده چې له مخې یې ښځو ته د مېندوارۍ لومړنیو دریو میاشتو کې د حمل ضایع کولو بشپړ حق ورکړل شوی او له هغه وروستیو دریو میاشتو کې بیا دا حق محدودیږي.
دویمه پرېکړه د ۱۹۹۲ کال هغه ده چې محکمې ویلي و، په داسې صورت کې چې د مېندوارۍ تر ۲۴ مې اونۍ پورې چې جنین له رحمه بهر د ژوندي پاتې کېدو جوګه نه وي، ایالتونه نه شي کولای پر هغو ښځو چې غواړي حمل ضایع کړي، ''نامناسب بار واچوي. ''
له هغه راهیسې کلونو موده کې د 'جنین ژوندي کېدو ' معیار د حمل ضایع کېدو قانوني پرېکړو کې سره کرښه ګڼل شوې او له دې وخته مخکې یې پر هر ډول حمل ضایع کولو د بندیز مخه نیولې ده.
خو د متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري په ستره محکمه کې د دریو نویو ټاکنو له کبله د سترې محکمې ایډیالوژیکه بڼه بدله شوې بلل کېږي او د حمل ضایع کولو مخالف فعالان هیله من دي، چې دې سره نوې پیلامه شونې ده.
د امریکا په تاریخ کې محافظه کاران په همدې ستره محکمه کې د بل هر وخت پرتله ډېر برلاسي بلل شوي دي.
امریکا کې څوک حمل ضایع کوي؟

په امریکا کې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي ادارې په یوه رپوټ کې ویل شوي، ۲۰۱۹ کال اوږدو کې امریکا متحده ایالتونو کې نژدې ۶۳۰ زره ښځو خپل حمل ضایع کړی دی، چې د ۲۰۱۰ کال پرتله ۱۸ سلنه کموالی ښيي.
د دې شمېرو له مخې د ۲۰۱۹ کال اوږدو کې د ډېری هغو ښځو عمرونه چې حمل یې ضایع کړی، د شل کلنۍ شاوخوا کې و.
دا معلومات ښيي چې د دې عمر کټګورۍ ښځو شمېر ۵۷ سلنې ته رسېده.
له ۱۵ تر ۴۴ کلنۍ پورې عمر لرونکو تور پوټکو امریکایانو کې د حمل ضایع کوونکو ښځو ډېر شمېر لیدل شوی، چې د معلوماتو له مخې شمېر یې په هرو ۱۰۰۰ ښځو کې ۲۷ تنو ته رسېږي.
د پروچوایس ګټمېچر انسټیټوټ مسوولین وايي، تبعیض او روغتیايي اسانتیاوو ته نه لاسرسی دې لړ کې مهم رول لري.
د دې ادارې ۲۰۱۴ کال یوه سروې ښيي چې امریکا کې درېیمه برخه هغه ښځې چې حمل ضایع کوي، یا لږ عاید لري او یا د بیوزلۍ تر کچې هم لاندې ژوند کوي.









