د ابورشن یا حمل ختمولو ناسمې لارې چې انلاین خپرېږي

د عکس سرچینه، Contributor's own photo
مېسي یوه له هغو ۹۰ مېلیونو ښځو ده چې په داسې یوه هېواد کې اوسېږي چې د حمل ختمولو یا ابورشن بشپړ بندیز دی.
فېلېپین کې ډېری ښځې د حمل ختمولو لپاره تور بازار کې درمل پېري خو ګران دي او دا یې وس نه لري - نو اړه شوه چې پر انټرنېټ په دې تړاو داسې لارې چارې ولټوي چې پر مټ خپله یې په کور کې دا کار وکړای شي.
پر انټرنېټ دا له ګڼو ناسمو مالوماتو سره مخه شوه چې غیر قانوني او نا ازمویل شویو درملو پېرلو ته یې خلک هڅول.
پر ګوګل او د فیسبوک په ګروپونو کې له پلټنې وروسته یې پرېکړه وکړه چې یو څو لارښوونې وازمايي، لکه د امرودو پاڼې چې بدن کې باید دننه شوې وای، ترخه قهوه او د الوی وېرا بوټي اوبه. د دغو ټولو درملو د اغېزمنتیا په اړه ساینسي شواهد نشته.
اغلې مېسي په دې اړه وايي: "یوه اوونۍ مې دا کورني درمل او لارښوونې وازمویلې. یوازې یې ګېډه راخرابه کړه او سر درد یې راته پیدا کړ."
ناسمې لارښوونې
د ناسمو مالوماتو پر ضد غږ اوچتوونکې کمپاین ډلې سي سي ډي اېچ موندلې، په ۴۸ هېوادونو کې چې تاسو انلاین ګوګل ته ورشئ او ولیکئ چې څنګه کولی شئ حمل ضایع کړئ نو ګوګل تاسو ته د خپلې پلټنې پایله کې ځینې داسې لارښوونې هم ښيي چې په کور کې ترسره کېږي لکه د خامو هګیو کارول او یا د مالګینو اوبو…
د دغه ډول کورنیو ټوټکو په اړه ساینسي شواهد نشته چې ایا دا کولی شي د حمل ختمولو یا ابورشن کې مرسته وکړي.
ګوګل مني چې د پلټنې سیستم یې هر وخت ټول ناسم مالومات نه شي چاڼ کولی او مخه یې ونیسي خو وایي که یو څوک یې په اړه شکایت وکړي نو دوی به یې هرومرو لرې کړي.
د ګوګل د پلټنې دغه ډول پایلې په ګڼو هېوادونو کې راغلي لکه جنوبي کوریا، کینیا، هند، فېلېپین، پولنډ، اوکرایین، استرالیا، بریتانیا او امریکا.
د سمو او کره اعلانونو مخه نیول شوې

د عکس سرچینه، CCDH/ Google
دې سره هم مهاله د ابورشن یا حمل ختمولو په تړاو له طبي پلوه د خوندي درملو او لارو چارو خپروونکو ځینو ادارو بي بي سي ته ویلي چې انلاین د دوی د سمو او کره اعلانونو مخه ډب کړې پرته له دې چې په اړه یې ورته کوم سپیناوی وشي.
په نړیواله کچه د ابورشن خدماتو وړاندې کوونکي یو تر ټولو لوی کلینېک اېم اېس ای د یوټیوب کانالونه تر اوونیو بند وي او پر ګوګل او فیسبوک یې هم د اعلانونو مخه نیول کېږي.
ګوګل چې د یوټیوب څښتن هم دی وايي، دا کار په تېروتنه شوی و او د یوټیوب کانالونه یې اوس بېرته پرانیستل شوي.
ای پي پي اېف چې په نژدې ۱۴۶ هېوادونو کې د ابورشن خدماتو وړاندې کوونکې ادارې څاري - وايي د دوی نژدې ۵۰ سلنه اعلانونونه د فیسبوک او ګوګل لخوا نه منل کېږي.
ګوګل وايي د ابورشن یا حمل ختمولو په تړاو اعلانونو سره چلن په اړه د دوی تګلاره ښکاره ده او ځینې تګلارې بېلا بېلو هېوادونو کې جلا او بدلې وي.
فیسبوک وايي کم شمېر هغه اعلانونه چې په تېروتنه یې مخه نیول شوې وه اوس بېرته فعال شوي.
دا چې کوم اعلان د پلټنې د سر په پایلو کې راڅرګند شي - په دې تړاو ګوګل وايي چې دې پورې اړه لري چې پر اعلان څومره پیسې ورکړل شوي او بله دا چې پلټنې سره څومره تړاو لري.
خو اېم اېس ای وايي - د ابورشن خدماتو وړاندې کوونکو ځینو هغو شرکتونونو اعلانونه چې څارل شوي نه دي د دوی تر اعلانونو پورته راڅرګندېږي.
غیر قانوني درمل او کورنۍ درملنه

د عکس سرچینه، Getty Images
مېسي یوازینۍ هغه ښځه نه ده چې د کورنۍ درملنې له لارې غواړي حمل لرې کړي.
بي بي سي ګڼو فیسبوک ګروپونو کې د ښځو تجربې څارلي چې د کورنیو درملو په اړه یې مالومات غوښتي وو، خو یو څو ورځې له پلي کولو وروسته یې چې کار نه وو کړی بیا یې د ناقانونه درملو پېرلو په اړه پوښتلي وو.
مارا کلارک چې د ابورشن یوې مرستندویه ادارې کارکوونکې ده وايي ځینې وخت دغه ډول ناقانونه درمل د ښځو لپاره یوازینۍ حل لاره وي.
انلاین ګروپونو کې ځینو ښځو ویلي چې د دوی په هېواد کې ابورشن یا د حمل ختمول غیر قانوني کار دی او همدا لامل دی چې دوی اړ دي ناقانونه درمل وکاروي او یا د کورنۍ درملنې لارې چارې وګوري.










