تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: داعش او د مقاومت ډلو غلچکي بریدونه د طالبانو واکمنۍ پر وړاندې اصلي پوځي ګواښ دى
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د افغانستان د امنيتي او سياسي حالاتو په تړاو وړاندې شوي دغه تازه رپوټ کې راغلي چې طالبان افغانستان کې د خپلې واکمنۍ د پياوړي کولو په هڅو بوخت دي، خو اوسمهال کې د دوى پر وړاندې اصلي پوځي ګواښ داعش خراسان ډله او د پخواني حکومت له امنیتي ځواکونو تشکیل شوې مقاومتي ډلې دي چې د مقاومت ملي جبهې او افغانستان ازادۍ جبهې په نامه یو ځای شوې دي.
دا رپوټ چې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو يوۀ پلاوي چمتو کړى وايي، د هوا له ښه کېدو سره افغانستان کې ښايي د داعش او د طالبانو ضد مقاومت ځواکونو بريدونه هم ډېر شي.
رپوټ زياتوي، طالبانو له داعش سره د مبارزې لپاره د ځانگړو ځواکونو درې کنډکونه جوړ کړي او د يوه څه د پاسه درې سوه زريز پوځ د جوړولو تکل لري.
خو د رپوټ چمتو کوونکي په دې باور دي چې د افغانستان اوسني اقتصادي حالت ته په پام سره ښايي دې موخې ته رسېدل گران وي.
رپوټ کې همداراز راغلي چې طالبانو د خپلو ليکو د پياوړي کولو لپاره د پخواني ملي پوځ د پرسونل او لوړ پوړو امنيتي چارواکو د جذبولو هڅه هم کړې.
د ملگرو ملتونو د کارپوهانو دا پلاوى په دې باور دى چې طالبان د خپلې واکمنۍ د ټينگښت لپاره گامونه پورته کوي ، خو په حکومتي گومارنو کې د وړتيا پر ځاى وفادارۍ او غورځنگ کې مشرتوب ته ډېره پاملرنه د دوى يوه کمزوري وه. پرېکړو کې نه رڼښت او د يوۀ تداوم نشتوالى بل کمزورى ټکى ښودل شوى.
رپوټ کې ويل شوي چې طالبان له يوې اورپکې ډلې يوۀ حکومت ته د بدلېدو هڅه کې په دوو ډلو ويشل شوي چې يوه شته واقعيتونه په پام کې نيسې او بله هغه بيا توندلارې ده.
د رپوټ د چمتو کوونکو په دې اند دي چې توندلاري برلاسي شوي او هڅه کوي د طالبانو اوسنى نظام هم د دوى د لومړنۍ دورۍ سخت دريځۍ لور ته ور سيخ کړي.
د طالبانو د حکومت رسميت پېژندنې ته په اشاره رپوټ وايي د طالبانو اټکل دا دى چې که دوى خپل دريځ نرم هم نکړي نو نړيواله ټولنه به يې بالاخره په رسميت وپېژني، په ځانگړې توگه جلاوطنۍ کې د يوه حکومت او يا د يوۀ پام وړ مقاومت په نشتون کې.
طالبانو لا د ملگرو ملتونو د دغه تازه رپوټ په تړاو کوم غبرگون نه دى ښودلى.
رپوټ د القاعدې او طالبانو ترمنځ نژدې اړيکو ته هم اشاره کوي او زياتوي چې د طالبانو برى د نړۍ په لرو بر کې ترهگرو ډلو لپاره يو الهام و خو وايي، د دغو ډلو وسلوال په ډېر شمېر کې افغانستان ته نه دي ورغلي.
طالبانو ژمنه کړې چې ترهگرو ډلو ته افغانستان کې د فعاليت اجازه نه ورکوي خو د ملگرو ملتونو کارپوهانو د دغې ژمني د ساتلو په برخه کې د طالبانو د نه وړتيا په تړاو شته اندېښنې نه دي رد کړي.