د "خپل مېړه به څنګه وژنې" ناول لیکواله د خپل مېړه په وژلو تورنه شوه

نېنسي

د عکس سرچینه، DAVE KILLEN / THE OREGONIAN / POOL

د امریکا یوې محکمې تېره چهارشنبې یوه ۷۱ کلنه لیکواله د خپل مېړه پر وژلو پړه پېژندلې او سزا یې ورته اورولې ده. د نېنسي کریمپټن بروفي په نوم دا ښځه په ۲۰۱۸ کال کې د خپل مېړه پر قتل تورنه شوې وه.

په دغه قضیه کې د دې پر هغه ناول ډېر بحث وشو چې عنوان یې دی،"خپل مېړه به څنګه وژنې". نېنسي‌ دا کیسه پرخپل وېبلاګ هم خپره کړې وه. لیکلي یې وو، که د دې د کوم عشقي ناول یو کرېکټر وغواړي چې خپل مېړه ووژني نو کومې لارې باید وکاروي چې هېڅوک هم پر قاتل شکمن نه شي. کومه وسله وکاروي او په څه یې باید ووژني.

په اوریګون کې اوس محکمې دا ښځه په دې جرم پړه پېژندلې چې خپل ۶۳ کلنه مېړه ډينير بروفي یې دوه ځلې په ډزو په سینه ویشتلی و.

پر هغې د دغه تور پورې کوونکي وکیل دوران اوورسټریټ ویلي، نېنسي د خپل مېړه تر وژنې مخکې له مالي‌ ستونزو سره مخ وه او وکیل محکمې ته ځينې هغه ثبتونه هم وړاندې کړل چې څنګه دې ښځې د خپل مېړه د وژلو لپاره دسیسه جوړه کړې وه.‌

وکیل اوورسټریټ وویل، "دا یوازې د پیسو خبره نه وه بلکې نېنسي ځان ته د اوس پرتله د لا ښه ژوند جوړولو هیلې درلودې خو مېړه یې هغه امکانات نه شول ورته برابرولی".

لیکواله نېنسي منکره ده، وايي‌ چې خپل مېړه یې نه دی وژلی او مالي ستونزې یې د مېړه تر مرګه کلونه مخکې حل شوې وې. خو پر دې تور پورې کوونکی وکیل وايي، د وژنې په دې قضیه کې کارول شوی ټوپک ورک دی چې په یوه سیریال کې د څېړنې لپاره اخېستل شوی و. وکیل همدا راز ادعا کړې چې د نېنسي مېړه د لکونو ډالرو بیمه درلوده نو ځکه دې غوښتل چې د هغه په وژلو سره د بیمې پیسې تر لاسه کړي.

نېنسي ویلي، "تاسې زما د لیکنې له کبله پر ما دغه تورونه پورې کوئ خو ما ته د دې قتل مقصد وښيئ چې ولې به یې کوم؟ که تاسې یو کره کتونکی هم وپوښتئ نو درته وايي به چې په کیسې دې نور کار هم وکړه ځکه چې یوه لویه تشه پکې احساسېږي".

د نېنسي د خبرې موخه دا وه چې دا د تخیل خبرې دي او دغه وژنه د دې د لیکنې تر اغېز لاندې نه ده ترسره شوې.

که څه هم نېنسي ته د جزا اړوند خبر لا نه دی ورکړل شوی خو په دې قضیه کې د عمري بند سزا ورکول کېدای شي. د یوې ځايي رسنۍ د خبر له مخې د نېنسي وکیل د دې پرېکړې پر ضد د استناف غوښتنه کوي.

نېنسي د ښځې او مېړه تر منځ جنجالونه باندې ګڼې کیسې لیکلې دي

نېنسي

د عکس سرچینه، NANCY BROPHY SITE

د عکس تشریح، خو " How to Murder Your Husband" یا "خپل مېړه به څنګه وژنې" ناول کې دا لیکواله یو ګام نوره هم مخکې تللې ده. لوستونکو ته یې په خوندي او پټ ډول د یو چا د وژلو چل ورښودلی دی. په دغه ناول کې د نېنسي مشوره دا ده چې د خپل مېړه د وژلو لپاره له اجرتي یا د کرایې له قاتلانو مرسته مه اخلئ.

نېنسي تر ډېره عشقي یا د مینې پر موضوع ولاړ ناولونه لیکلي دي. د ښځو او نارینه و تر منځ د اړیکو پر خرابېدو او د دوی تر منځ د جنجالونو کیسې یې کړې دي. په دوې کې داسې کیسې هم شته دي چې د خپل مېړه او یا د خپلې ښځې د وژلو چلونه پکې ښودل شوي. داسې چلونه چې سړی ووژنه خو داسې چې د چا وېښته هم درباندې شک نه شي.

"د رانګ کاپ" په نوم ناول کې یې د یوې داسې ښځې کیسه راخیستې چې د خپل ګډ ژوند هره ورځ د مېړه د وژلو لپاره د دسیسو په جوړولو تېروي.

یو بل ناول یې "د رانګ هزبېنډ" یا ناسم مېړه نومېږي چې یوه ښځه پکې له خپل مېړه د تېښتې هڅه کوي.

خو " How to Murder Your Husband" یا "خپل مېړه به څنګه وژنې" ناول کې دا لیکواله یو ګام نوره هم مخکې تللې ده. لوستونکو ته یې په خوندي او پټ ډول د یو چا د وژلو چل ورښودلی دی. په دغه ناول کې د نېنسي مشوره دا ده چې د خپل مېړه د وژلو لپاره له اجرتي یا د کرایې له قاتلانو مرسته مه اخلئ. دا وايي، "داسې قاتلان ستاسې ټول رازونه پولیسو ته ویلی شي. په دې کیسه کې خپل یار باندې هم باور مه کوئ،‌ دا هم سم فکر نه دی. زهر هم مه ورکوئ. په ټوپک یې هم مه وژنئ، ځکه چې د ډز غږ خلک خبروي او له وسلې سره بلدیت هم مهم دی".

همدا راز زیاتوي چې، "که یو څوک د ازادۍ لپاره یو کس وژني، نو د ازادۍ لپاره خو څوک نه غواړي چې بېرته په زندان کې ژوند وکړي".

د نېنسي مېړه څه کاره و؟

نېنسي

د عکس سرچینه، DANIEL BROPHY/LINKEDIN

د عکس تشریح، نېنسي د مېړه تر مرګ مخکې په یوه لیکنه کې ویلي وو، "زه پوهېږم چې که څوک قتل کوي نو خامخا به له هغه کس ډېر په عذاب شوي وي نو ځکه یې وژني".

د نېنسي مېړه ډينيل بروفي د اخلي پخلي د زدکړې په یوه ښوونیز مرکز کې ښوونکی و. د دوی پر واده ۲۷ کاله اوښتي وو. له خپل مېړه سره د مینې په اړه یې هم ځینې خبرې پرخپل وېبلاګ خپرې کړې وې خو دا یې هم منل چې له مېړه سره یې پر ځينو مسئلو هسکې ټيټې راځي او ښې او بدې ورځې یې لیدلې دی.

یوه ورځ چې د اخلي پخلي ښوونیز مرکز په پخلنځي‌ کې زدکوونکو د خپل دغه استاد په وینو لژند مړی ولید نو هېښ شول. هېڅوک نه پوهېدل چې څه شوي دي.

پخپله نېنسي هم ویلې چې دې پېښې لار ترې ورکه کړې ده خو د مېړه د وژنې په اړه د دې بې پروا اوسېدلو ګاونډیان شکمن کړي وو.

نېنسي د مېړه تر مرګ مخکې په یوه لیکنه کې ویلي وو، "زه پوهېږم چې که څوک قتل کوي نو خامخا به له هغه کس ډېر په عذاب شوي وي نو ځکه یې وژني".