تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا د پاکستان سیاسي او د شري لنکا اقتصادي کړکېچ هند ته اندېښمنونکي دي؟
- Author, زبیر احمد
- دنده, بی بی سی نیوز، دہلی
کله چې کلي او ګاونډ کې هر څه سم وي، نو کور کې مو هم حالت ښه وي او که ګاونډ کې مو د نا امنۍ او بحراني حالت وي نو طبعآ اغېز یې پر تاسو هم راځي.
نو ایا پاکستان کې روان سیاسی کړکېچ او شري لنکا کې اقتصادي بحران په اړه باید هند اندېښمن وي؟
د شنونکو په اند د پاکستان او شري لنکا بحرانونه مخامخ پر هند اغېز کولی شي.
د شري لنکا بحران او هند
شري لنکا چې کله هم بحران سره مخه شوې نو هلته مېشت تامل وګړي د هند تامل ناډو ایالت ته کډه شوي.
شریلنکا کې د لسیزو کورنیو جګړو پر مهال مو ولیدل چې سلګونه زره تامل ژبو هند کې پناه اخېستې وه.
نو اوس هم دغه هېواد کې د بې کارۍ او اقتصادي بحران له کبله یو وار بیا د شریي لنکا تامل وګړي د هند پر لور روان دي.
دا حالت د هند تامل ناډو ایالت لپاره اندېښمنوونکی دی. د مارچ په ۲۲مه نېټه د تامل ناډو رامېشورم ساحل ته د ۱۶ شري لنکايي وګړو ورتګ یې غوره مثال دی.
که څه هم تر اوسه هند په رسمي ډول د نویو شري لنکايي کډوالو د رسمي شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو حکومتي سرچینې مني چې د شري لنکا حالت ته په کتو ښايي نژدې راتلونکي کې له دغه هېواده هند ته د ورتلونکو کډوالو شمېر کې لوړوالی راشي.
شري لنکا د خوراکي توک له سخت کمښت سره مخامخ ده. دغه هېواد د ۵۱ مېلیارد ډالرو پور په پرې کولو کې هم له ستونزو سره مخ دی.
د پراخو لاریونونو له کبله د شري لنکا ولسمشر ګوتابایا راجاپکسې د تېرې جمعې په ورځ ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی وو.
د هند له لوري د مرستې ژمنه
هند شري لنکا سره د اقتصادي کړکېچ په حلولو او د انرژۍ، خوراکي توکو او درملو د پېرلو لپاره له یو نیم مېلیارد ډالرو زیاته مالي مرسته کړې.
تېره اوونۍ شري لنکا ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جی شنکر د شري لنکا حکومت ته د لا نورو مرستې ډاډ ورکړی وو.
اېس جی شنکر د خپل سفر پر مهال د شري لنکا د مالیې وزیر بایسل راجاپاکسې سره هم لیدلي وو او د اقتصادي بحران د حلولو په تړاو یې پر راتلونکو ګامونو ورسره خبرې کړې وې.
خو په څلورم اپرېل د شري لنکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسې خپل ورور او د مالیې وزیر بایسل راجاپاکسې له دندې لېرې کړ.
د رپوټونو له مخې شري لنکا هوډ لري یو مېلیادر امریکايي ډالر نور هم پور کړي.
د هند او شري لنکا سوداګري
هند شري لنکا کې د برېښنا کمښت ستونزې حل لپاره نژدې ۱۶۰ زره مېتریک ټنه تېل دغه هېواد ته استولي. هند به همداراز ډېر ژر ۴۰ زره مېټریک ټنه وريژې هم شریلنکا ته واستوي.
هند د شري لنکا یو تر ټولو لوی او مهم تجارتي ملګری دی. له شریلنکا هم ګڼ شمېر سیلانیان هر کال هند ته ورځي.
هند شري لنکا ته هر کال د نژدې پنځه میلیارد ډالرو توکي صادروي چې د ټولو صادراتو یو عشاریه درې سلنه یې کېږي.
هند شري لنکا کې د سیلانۍ، جایداد پېر او پلور، تولید، مخابراتو او د انرژۍ تولید په صنعتونو کې هم پراخه پانګونه کړې.
د هند ځینو لویو شرکتونو هم شري لنکا کې پانګونه کړې.
تېرو کلونو کې د چین او شري لنکا تر منځ هم اړیکي پراخې شوي او چین د دغه هېواد په ځینو مهم پروژو کې هم پانګونه کړې. خو شري لنکا کې د اقتصادي بحران پر وخت د چین مرسته نه تر سترګو کېږي.
پاکستان کې سیاسی بحران او پر هند یې اغېز
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي او د هغه د حکومت له سختو ګوتنیوونکو څخه دی.
خو بل اړخ ته دا هم ښکاره ده چې دا مهال د هند او پاکستان پر پوله کړکېچ له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته کښته شوی.
پاکستان دا مهال له سخت سیاسي بحران سره مخامخ شوی دی. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د قومي اسمبلۍ له منحلولو وروسته د ټاکنو غوښتنه کړې. مخالف ګوندونه یې دا ګام هېواد سره (جفا) بللې.
عمران خان بیا دا ادعا کړې چې مخالف ګوندونو امریکا سره یو ځای له واکه د نوموړي د حکومت د پرځولو تابیا یې کړې ده.
هند کې د شنونکو په اند اوسنی حالت به نه یوازې د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکي اغېزمنې کړي بلکې په سفارتي کچه به د پاکستان او لویدیځو هېوادونو تر منځ واټن هم وزېږوي.
هندۍ شنونکې سواستي راو وايي: په نړیواله کچه د پاکستان د ګوښي کولو په برخه کې هند ته د ډېرې خوارۍ اړتیا نه وه، دا کار پاکستان په خپله وکړ.