تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: له کوچني اختر وروسته د اوربند غځولو پلان نه لرو
افغان طالبان وايي، د کوچني اختر په پار تر درې ورځني اوربند وروسته د دې اوربند غځولو پلان نه لري. یاده ډله وایي، د اختر لپاره اعلان شوی اوربند یوازې د عامو خلکو لپاره دی.
یاده ډله وروسته له هغه دا اعلان کوي چې د افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او عامو افغانانو لخوا د کوچني اختر درې ورځني اوربند د غځولو غوښتنې وشوې.
د امریکا متحدو ایالتونو، کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) او همدا راز د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم له طالبانو د اعلان شوي اوربند د غځولو غوښتنه کړې وه.
طالبانو د یکشنبې په ورځ د اختر لپاره درې ورځې اوربند اعلان کړ او مقابل کې افغان حکومت هم ورته ګام پورته کړ.
حکومت پر طالبانو دا غږ هم وکړ چې یوازې د اختر ورځو کې اوربند کفایت نه کوي، او طالبان دې دایمي اوربند ته غاړه کېږدي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سې شنبه له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دوی داسې پړاو ته نه دي رسېدلي چې اوربند وغځوي. نوموړي زیاته کړه:
"موږ لا هم جګړه کې یو، موږ جګړه نه غواړو، خو حکومت له اخلاصه خبرو کې برخه نه اخلي، خبرو پرمختګ نه دی کړی، ځکه موږ پر اوربند غځولو سلا نه یو."
بل لور ته د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او طالبانو لخوا د اوربند هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی ډېر شوی او افغان ولس یې بیه پرې کړې.
د اوربند د غځولو غوښتنه
ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "خو افغانان له دې د ډېر څه حق لري، یعنی یو سیاسي جوړجاړی او دایمي اوربند. موږ د سیاسي جوړجاړي او جګړې ختمولو لپاره پر افغانانو غږ کوو چې د مذاکراتو بهیر چټک کړي".
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ د ملي مصالحې عالي شورا هم پر طالبانو غږ کړی و چې باید دایمي اوربند وکړي.
د امریکا متحده ایالتونو هم د طالبانو دې اوربند هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتلو بهیر کې دا اوربند وغځېږي.
همدا راز افغانستان کې پر خواله رسنیو هم په دې اړه پراخ بحث جوړ شوی.
ځینې افغان کارنو له طالبانو غوښتي چې اوربند وغځوي او نورو بیا د نیوکې په ډول ویلي، یوازې د درې ورځو لپاره انسان وژنه بندول کفایت نه کوي.
افغان حکومت او طالبانو په داسې حال کې د اوربند اعلان کړی چې له تېرو دوه اوونیو راهیسې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې جګړې زور اخیستی.
په دې لړ کې په بغلان، هلمند، کندهار، هرات، غزني، میدان وردګو او ځینو نورو ولایتونو کې سختې نښتې شوې دي.
طالبانو د ځینو ولسوالیو د نیولو خبره کړې او افغان حکومت بیا ویلي چې ګڼو ولایتونو کې یې لسګونه طالب وسلوال وژلي دي.