فرانسې بریتانیا د واکسین د صادراتو په اړه په باج اخیستو تورنه کړه

واکسین

د عکس سرچینه، Reuters

فرانسې بریتانیا تورنه کړې ده چې د واکسینو د صادراتو پر سر باج اخلي. د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودورین ویلي په داسې شرایطو کې چې اروپايي ټولنه په واکسناسیون کې ستونزه لري، بریتانیا ته یې د میلیونونو ډوزو واکسینو په لیږدولو سره دوکه شوې ده.

دغه فرانسوي چارواکي له اینفو فرانسوي راډیو سره په خبرو کې ویلي "موږ باید د متقابلو همکاریو پر بنسټ اړیکه جوړه کړو. په دا ډول سره نشو کولای کوم کار تر سره کړو."

فرانسې له اروپايي ټولنې غوښتي چې د واکسین پر صادراتو لا ډير محدودیتونه ولګوي.

اروپايي ټولنه کې د واکسین ویش او واکسیناسیون پڅ پر مخ روان دی.

اروپايي ټولنه د واکسین تولیدونکي شرکتونه په ځانګړي ډول اسټرازېنېکا له دې امله ملامتوي چې د واکسین چمتو کولو کې یې ځنډ کړی دی.

اسټرازېنېکا شرکت بیا تړون ته د نه ژمنتیا تورونه رد کړي دي.

اروپايي ټولنه تمه لري چې د مارچ میاشتې تر پایه ۳۰ میلیونه ډوزه واکسین تر لاسه کړي.

دا د هغې اندازې له دریمې برخې هم لږه ده چې اروپايي ټولنې پام کې نیولې وه.

په ورته وخت کې بریتانیا کې بیا واکسیناسیون د اروپايي ټولنې له ټولو ۲۷ غړو ښه پر مخ تللی دی.

د اروپايي کمیسیون مشرې اورسلا ون ډرلاین د پنجشنبې پر ورځ د اروپايي ټولنې د مشرانو ترمنځ له انټرنیټي ناستې وروسته وویل، دې ټولنې تر ټولو ډير واکسین صادر کړي او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي چې د دوی پر پل پل کېږي.

اغلې ون ډر لاین له اسټرازېنېکا شرکت وغوښتل چې د نړۍ نورو سیمو ته تر صادراتو وړاندې له اروپايي ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي.

فرانسې څه وویل؟

فرانسه

د عکس سرچینه، Reuters

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر د جمعې پر ورځ وویل د بریتانیا د واکسیناسیون د سیاست بیه باید اروپايي ټولنه پرې نه کړي.

هغه دغه راز د بریتانیا پر کړنلارې نیوکه وکړه او ویې وویل دغه هېواد د دویم ډوز لپاره کافي واکسین نه لري او له همدې امله تر فشار لاندې ده.

دغه فرانسوي چارواکي زیاته کړه بریتانیا د لومړي ډوز په واکسیناسیون ویاړي خو د دویم ډوز په رسولو کې ستونزه لري.

ښاغلي دورین وویل باج اخیستل ناسم دي او کار سم پر مخ نشي وړلی.

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر روښانه نه کړه چې د باج له اخیستو یې هدف څه ده، خو د دغې اونۍ پيل کې د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن خبرداری ورکړی و چې د (واکسین) پر صادراتو د اروپايي ټولنې محدودیتونه د دې ټولنې غړو کې پر پانګونې منفي اغیز درلودای شي.

د اروپايي ټولنې غونډه کې څه تېر شول؟

د اروپا مشران وايي له بریتانوي - سویډني درمل جوړونکي شرکت اسټرازېنېکا سره تر هوکړې وروسته به بریتانیا ته د دغه شرکت د واکسینو پر صادراتو محدودیت ونه لګوي.

د اروپا کمېسیون د پنجشنبې ورځې غونډه کې وپتیل شوه چې د واکسین پر صادراتو سخت کنټرول ولګول شي خو له غونډې وروسته په خپره شوې بیانیه کې د واکسین د تولید د نړیوال پر اهمیت ټینګار وشو.

د اروپايي کمیسون مشرې اورسلا ون ډر لاین وویل، اسټرازېنېکا باید ډاډ ورکړي چې اروپا هم د نړۍ نورو برخو ته د واکسین تر صادراتو وړاندې هماغه اندازه واکسین تر لاسه کوي.

اروپا کې وضعیت څرنګه دی؟

اروپايي کمېسیون

د عکس سرچینه، Reuters

اروپا کې د کورونا وبا درېیمه څپه پیل شوې ده.

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې د کرونا له امله د خلکو مړینه زیاته وه.

ایټالیا کې له ۱۰۶ زرو ډېر کسان مړه شوي، فرانسه کې ۹۳ زره، جرمني کې ۷۵ زره، او اسپانیا کې بیا ۷۳ زره کسان له دغه ویروس مړه شوي دي.

د شمېرو له مخې اروپا کې له هرو سلو ۱۲.۹ کسان واکسین شوي دي.

بریتانیا کې بیا دغه کچه هرو سلو کې ۴۴.۷ کسانو او امریکا کې ۳۷.۲ کسانو ته رسېږي.

د فرانسې د روغتیا وزیر ویلي د جمعې په ورځ ۴۰۰ زره کسان په دغه هېواد کې واکسین شوي چې دغه شمېره بریتانیا کې د ورځني واکسیناسیون له کچې ټیټه ده.

د اروپايي ټولنې د درملو څانګې د جمعې په ورځ د کرونا واکسین تولید په دریو شرکتونو په هالنډ او آلمان کې تایید کړ.

تمه کیږي دغه دری شرکتونه د فایزر واکسین تولید کړي او یو بل شرکت په سویس کې د موډرنا واکسین د تولید لپاره تایید شوی دی.

رومانیا د تیرې شنبې او یکشنبې په ورځ په یو شمیر ښارونو کې د تګ راتګ د مخنیوي ساعتونه مشخص کړل. اوکراین کې هم تیره ورځ په ۲۴ ساعتونو کې د نویو پېښو رکارډ له ۱۸۱۳۲ قضیو سره مات شو.

جرمني تیره اونۍ په ورځني ډول له ۲۰ زرو د زیاتو قضیو رکارډ ته ورسېد او له یکشنبې ورځې راهیسې دغه هېواد ته د بهرنیو وګړو په الوتنه کې دا شرط ولګول شو چې د کرونا ازموینه یې باید په هماغه هېواد کې منفي وي.

په فرانسه کې هم په ورځني ډول پر کرونا ویروس د اخته کېدونکو شمېر ۴۵۰۰۰ او د هغو کسانو شمېر چې د روغتون د ځانګړې پاملرنې خونو کې بیستر دي ۴۷۰۹ کسان اعلان شوي دي.

دغه شمېرې تېر منی د کورونا د مخکینۍ څپې له اوج سره برابرې دي.